جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان: ملاشیرین پاکستاني چارواکو سره د ټي ټي پي په اړه نه...

طالبان: ملاشیرین پاکستاني چارواکو سره د ټي ټي پي په اړه نه غږیږي

تاند (سې شنبه، د جدې ۱۲ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د کندهار لپاره د دوی والي ملا شیرین پاکستان ته د سباني سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د ټي ټي پي په اړه خبرې نه کوي.

د هغه په خبره، د کندهار والي د هغه کمېسیون مسوولیت پر غاړه لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې شوې سرغړونې ارزوي او که له پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کوي، پر همدې مسلې به راڅرخي.

د پاکستان اېکس‌پرېس ټرېبون ورځپاڼې لیکلي چې شیرین اخوند به پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر موضوع د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
ملا شیرین د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده له نیږدې کسانو ګڼل کیږي.
ویل کیږي چې له هغه سره به د پاکستان د سفر پر مهال یو پلاوی هم ملګری وي، خو د پلاوي د غړو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
له دې سره، تمه کیږي چې په راتلونکې اوونۍ کې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم په یوه سفر کابل ته راشي او د طالب او پاکستاني چارواکو د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې اترې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب