شنبه, سپتمبر 7, 2024
Homeخبرونهد پاکستان زندانونو کې ۶ زره افغان کډوال بندیان دي

د پاکستان زندانونو کې ۶ زره افغان کډوال بندیان دي

تاند (سې شنبه، د جدې ۱۲ مه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وایي چې د پاکستان په زندانونو کې تر ۶ زرو پورې افغان کډوال بندیان دي.

د هغه په وینا، د دغو کډوالو د خوشې کولو لپاره پاکستاني چارواکو سره  خبرې روانې دي.

د راشد په خبره، له یو شمېر پاکستاني زندانونو څخه د دوی په هڅو تر ۶۰۰ پورې افغان بندیان خوشې شوي هم دي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني ځواکونو د ناوړه چلند له امله وخت په وخت افغان کډوالو شکایت کړی.

ګڼو نړیوالو بنسټونو هم تایید کړې چې پاکستان پر افغان کډوالو ظلم کوي، خو عملاً یې د دغه چلند په کمولو او مخنیوي کې کومه لاسته راوړنه نه ده لیدل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب