پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+غزه کې د عربي نړۍ د ساتنې سنګر

غزه کې د عربي نړۍ د ساتنې سنګر

اتل سالار هاشمي

په غزه کې د اکتوبر پر ۷ شروع شوې جګړه کې تر دامهاله ۱۹ زره فلسطینیان وژل شوي او تر ۵۰ زره ډېر زخمیان شوي دي. په غزه کې خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري، تعلیمي سیسټم له منځه تللی دی، روغتونونه د درمنلې لپاره درمل نه لري، برېښنا پرې شوې ده او ښار په تیاره کې ډوب دی. لارې تخریب شوې، کورونه وران شوي، خلک له خپلو سیمو وتلي او په دښتونو کې تر سړو خیمو لاندې شپې ورځې سبا کوي.

دغه ډول بربنډ وحشت او بربریت ته اسرایل د خپل ځان دفاع وايي، که نړۍ هغوی ته ووايي چې دا فساد مو بند کړئ، نو دوی وايي موږ اصلاح غوښتونکي یو، مفسدین(ترهګر) ورکوو.( وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ [البقرة/11].
په دې دوران کې یوځل د یوې اونۍ لپاره اوربند وشو، یو څه بندیان په کې تبادله شول، خو تر دې لنډکي اوربند وروسته اسرایلو بیا په خپل ټول زور او شور سره وحشت ته مخه کړه. اوس یوځل بیا هیلې شته چې د بندیانو د تبادلې لپاره یو بل اوربند وشي، د حماس مشر د همدې پرمختګ لپاره مصر ته رسېدلی دی.

په ۱۹۴۸ کې د اسرایلو له جوړېدو سره دا وړاندیز شوی و، چې د فلسطین پر خاوره به دوه ازاد او خپلواک هیوادونه(فلسطین او اسرایل) جوړېږي چې ۵۶ سلنه خاوره به اسرایلو ته ور کول کېږي او ۴۴ سلنه به د فلسطین هیواد وي.

د هغه وخت په شرایطو کې همدا فیصله باید مسلمانانو او په خاص ډول عربو منلې وای. ځکه بله چاره يې نه وه، دا چې هغه وخت تېروتنه وشوه، نو اسرایلو په جګړو کې سوکه سوکه پرمختګ کاوه او عربو کې يې دومره څوک پرېنښودل چې د دوی مخته سترګې برګې کړي.

د زمانې له غوښتنو سره که ځان برابر نه کړای شي، نو کله ناکله ستا په ګټه حالات اړخ بدل کړي، له داسې حالاتو سره انسان مخ شي چې بالکل د هغه په ګټه نه وي. د اسرایلو او عربۍ نړۍ اوسنی حالت د عربو په ګټه نه دی. اسرایل چې تېر وخت کې يې د فلسطین په ۵۶ سلنه خاوره بسنه کوله، اوس يې بیخي نه کوي. دوی نه یوازې د فلسطین د لاندې کولو پلان لري، بلکې په دې سیمه کې د نورو ډېرو ځمکو د قبضه کولو لپاره چمتوالی لري. د اسرایلو افراطیان له وخته په دې نظر دي چې دغه ځمکه دوی ته د دوی خدای ور کړې ده او هيڅوک يې ور څخه د وړلو حق نه لري.

یهود ډېر سخت مذهبي خلک دي، د هغوی په مذهبي کتابونو کې د دې سیمې سپېڅلتیا ذکر شوې ده او دا هم شته چې پر دې ځمکه تېر وخت کې یهودو د خپل واک د عروج او زوال سړې و تودې تېرې کړې دي.

په غزه کې که هر څومره وحشت روان دی، نړۍ له هغوی سره خپله انساني خواخوږي د یو څو په مرستو بار لاریو په ور لېږلو سره ښکاره کوي او همدا بس بولي. اما عرب تر نورې نړۍ په دې برخه کې ډېر څه کولای شي او حق يې هم پر جوړېږي چې وې کړي.

د غزې په دښتو کې پراته کډوال کولای شي چې په عربي خاوره کې ورته امن پنډغالی جوړ کړي، د ژوند هر ډول امکان ورته برابر کړي، اما عرب پوهېږي چې دا کار به د هغه سنګر د ماتولو په معنا وي چې دوی د اسرایل سیلاب په وړاندې غزه کې درولی دی.
د اسریلو دغه پراخېدونکی سیلاب به ښايي تر ډېره وخته د شګو دغه کوچنی بند تم نه کړای شي. په غزه کې دغه ځپونکي عملیات د دې ښکارندويي کوي چې اسرایلو د خپلو موخو په لاس ته راوړلو پسې را اخیستې ده او هيڅوک يې د پر شا کولو جرأت نه لري.

یعنې غزه وال نه یوازې د خپل ژوند د بقا او خپل وطن د ساتنې لپاره قربانۍ ور کوي، بلکې د عربي خاورې د ساتنۍ قربانۍ هم ور له غاړې دي. عرب او ایران دواړه د اسرایلو د مخ پر زیاتېدونکي ځواک چې د ټول منځني ختیځ لپاره به په یوه ستر ګواښ بدل شي، د مخنیوي لپاره د غزې جنګیالي په وسلو سمبالوي چې د اسرایلو مخ پر وده ځواک همدلته تم کړي او پراخېدا ته يې پرېنږدي.

انساني نړۍ د انسان تر تصور هم پورته بې زړ سویه، ظالمه، مطلبي او ځان خوښې ده. که د افرادو په کچه وي هم، یوازې هر فرد د خپلو ګټو د ساتنې لپاره شپه او ورځ زیار کاږي او که د ډلو و هیوادونو خبره شي، هم د خپلې ډلې او هیواد ګټې خوندي کوي، حتا که د بل انسان په مال، عزت، وطن او د هغه په سر و تن هم کېږي، پروا ورته نه لري.

له اسرایلي مخ پر وده خطر څخه د ځان ساتنې لپاره باید د غزې خلک وسله وال شي، مقاومت وکړي، ستړې او سختۍ تېرې کړي، په نړۍ کې په هر ډول نوم بدنام شي، د وطن سمه او غر يې ټول د جنګ تر اور لاندې شي، خلک يې ووژل شي، وطن يې تخریب شي، لنډه دا چې ښه ژوند باید ونه لري، څو د دوی په قربانیو سره ور څېرمه عرب هیوادونه خوندي شي او د اسرایلو مستقیم خطر ورته متوجې نه شي.

یو لور ته د خپلو ګټو لپاره دغه کسان د اسرایلو جنګ ته ور تشویقېږي، کله چې په جنګ کې واقع شي، بیا ټول ځانونه ځنې ګوښه کړي، ان د کډوالو لپاره يې په نژدې عربي هیوادونو کې یو امن پنډغالی هم نه ور کوي چې هغوی د جنګ سړې شپې په کې ګرمې او د بې امنۍ وختونه ور کې په امن تېر کړي.

بشري نړۍ داسې شوې ده چې د یوه په جنګ کې بل خپل خیر لټوي، یو کس مړ کېدی بل يې سر ته ولاړ و، دا نن په غزه کې بشري ناورین جوړ دی، خو ځينې هیوادونه د خپلو هیوادونو لپاره ګټې په کې لټوي. دوی د اسرایلو زور اوبه کوي، په اقتصادي، سیاسي او نظامي لحاظ يې موقف کمزوری کوي چې لنډ وخت کې د نوور ور څېرمه هیوادونو لپاره خطر جوړ نه کړي. دا يې د خپلو مسلمانو هیوادونو همدردي او خواخوږي!!!
۲۰۲۳/۱۲/۲۱

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب