پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهله خپلو ستایونکو شاعرانو او ترانه ویونکو سره د لوړپوړو طالب چارواکو...

له خپلو ستایونکو شاعرانو او ترانه ویونکو سره د لوړپوړو طالب چارواکو غونډه

تاند (سې شنبه، د جدې ۱۲ مه) د طالبانو د یو شمېر وزیرانو په ګډون د دوی د ترانه ویونکو د ستاینې لپاره دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې.

دا غونډه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جوړه کړې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا او یو شمېر نورو لوړپوړو طالب چارواکو پکې ګډون کړی و.

په دې غونډه کې ملا متقي ویلي: شاعران او ترانه ویونکي  زموږ د نظام ویاندویان او د پالیسۍ ترجمانان دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د دوی هغو ستایونکو شاعرانو او ترانه ویونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شوي چې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د دوی جنګیالي او جګړه ستایلې او اوس یې هم په ګټه شعرونه او ترانې وایي.

دا غونډه داسې مهال شوې چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې پر موسیقۍ او زیاتو فرهنګي فعالیتونو بندیز دی.

ویل کیږي چې طالبانو له وېرې یو شمېر افغان هنرمندانو هېواد پرېښی او ځینو نورو یې ترانو ویلو ته مخه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. له تاند نه مننه چې وخت په وخت ښه خبرونه او ګټور معلومات خپروي.
    یوه خبره چې غواړم له تاندوالو سره یې شریکه کړم دا ده چې لمر په دوه ګوتو مه پټوئ. ستایونکي څه معنی؟ خو شاعران دي، ترانه ویونکي دي، انعام به ورکوي. متقي او ده ته ورته یو شمېر نورو فرهنګپالو په تېره دوره کې هم د شاعرانو او ناظمانو ملاتړ کاوه. که سړی حقیقت ووایي له جمهوریت نه د دې خلکو سپی هم شرف لري. جمهوریت کې له ۹۰٪ نه ډېر غله، داړه ماران، قاچاقچیان او د هر مملکت جاسوسان موجود ول. دوی کې که وي هم فساد په کې هغومره نه دی. که فرض کړو چې کوم یو به یې جاسوس وي هغه به هم یوازې د پاکستان وي لاکن په تېره دوره کې خو د هرې غوا خوسی موجود و. 🙂

  2. خبره خو دا ده چی د ” دین په ساحه کی “د سیدنا نبی علیه السلام د رحلت له ورځی څخه بیا تر نن ورځی پوری او همدارنګه د ” وطن ” په سطحه د لوی احمد شاه بابا تر وفات وروسته بیا تر نن ورځی پوری حق او باطل سره مخلوط او ګډ سوی دی ( البته دا وضعیت به تر ” یوم المعلوم ” پوری دوام وکړی او وروسته به فقط ” حق ” حاکم سی.
    بناً
    طالبی ترانی د افغانستان د حساس ژئوپولیتیکی مؤقعیت زیږنده ده او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب