دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد قزاقستان د بندیزونو له لېسته د طالبانو اېستل کېدو ته د...

د قزاقستان د بندیزونو له لېسته د طالبانو اېستل کېدو ته د روسیې غبرګون

تاند (شنبه، د جدې ۹ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د قزاقستان د بندیزونو له لېست څخه د طالبانو اېستل کېدو ته په غبرګون کې د دې کار هرکلی کړی.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د نوموړې له قوله لیکلي چې دا اقدام به له انزوا څخه د افغانستان له وتو سره مرسته وکړي.

د روسیې دغه اژانس لیکلي چې طالبان لا هم د روسیې د بندیزونو په لېست کې دي.

ځینو نورو رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې دوی به طالبان د خپلو بندیزونو له لېسته ونه باسي.

د قزاقستان د بندیزونو له لېسته د طالبانو د ایستل کیدو اعلان، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پرون د قزاقستان د سفیر په حواله وکړ.

د طالبانو ګڼ مشران لا هم د نړۍ د زیاتو هېوادونو د بندیزونو په لېست کې دي او له دې امله ډېرو هېوادونو ته د سفرونو اجازه نه لري.

1 COMMENT

  1. آغلې زخاروف خپله دې زده کړې کړي دي او تر دې کچې رسېدلې يې چې نن د روسيې استازولي کوې، خو زموږ د ځوان نسل په زده کړو او ښې راتلونکې دې سترګې پټې کړي دي.
    له يونيم ميليون مو زيات شهيدان راپرېښوول او له دوو ميليونو زيات معيوب او دا دی له دوو کلونو زيات مو نوی نسل له زده کړو محروم شو، نو نور څه کوئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب