پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهداودزی: کرزی د امریکا او ایران ارتباطي و، یو ځل خامنه...

داودزی: کرزی د امریکا او ایران ارتباطي و، یو ځل خامنه یي پرې غوسه هم شو

تاند (شنبه، د جدې ۹ مه) د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د هغه یوه تر ټولو نیږدې همکار محمد عمر داوودزی ادعا لري چې کرزي د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د ارتباطي رول لوباوه.

هغه په یوه مرکه کې په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل، خو ویې ویل چې په دې اړه نور معلومات دې د افغانستان لپاره د امریکا د هغه مهال له استازي زلمي خلیلزاد څخه وغوښتل شي.

د داوودزي په وینا، بوش چې کله خلیلزاد افغانستان ته د خپل استازي په توګه استوه ورته یې ویلي وو: کرزي نه د افغانستان رهبر جوړ کړه،

د داوودزي په خبره، خلیلزاد ته نه وو ویل شوي چې افغانستان ته امنیت، ثبات یا بل بدلون راوله، خو د کرزي د رهبر کولو دنده ورته سپارل شوې وه.

داوودزي د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل چې کرزي د ایران د ولسمشر په توګه د محمود احمدي نژاد له ټاکل کېدو وروسته، دغه هېواد ته د لومړني سفر پر مهال د ایران له مذهبي رهبر آیت الله خامنه یي څخه له دې امله مننه کړې وه چې د افغانستان لپاره یې له امریکا سره همکاري کوي.

داوودزی چې دغه مهال د کرزي د دفتر رئیس و، وایي د ایران مذهبي رهبر په دې خبره پر کرزي غوسه شوی او ورته ویلي وو: موږ امریکا سره کومه همکاري نه لرو، افغانستان سره همکاري کوو.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دې ناستې وروسته احمدي نژاد کرزي ته ویلي وو چې د داسې خبرې له کولو مخکې یې باید ده سره مشوره کړې وای.

داوودزی زیاتوي چې له دې خبرو وروسته د کرزي او د ایران د هغه مهال د نوي ولسمشر محمود احمدي نژاد ملګرتیا هم جوړه شوه او احمدي نژاد د مخکیني ولسمشر محمد خاتمي لخوا د کرزي دفتر ته د کلنیو اوپراتیفي لګښتونو په نوم د لسګونه میلیونو یورو استولو ته دوام ورکړ.

د داوودزي د دغو څرګندونو په اړه د یادو څرګندونو نورو لوریو تر اوسه څه نه دي ویلي.

4 COMMENTS

  1. ‌ دا ټولو ته څرګنده ده چی کرزی یو ناموس فروشه دله انسان ده کرزی له هغو احمقانو څخه ده چی په دنیا کی ساری نلری د احمق د دالرو لپار خپل ناموس هم خرڅ کړو کرزی هڅی شرمیدلی انسان ده یوار فهیم لندغر په ارګ کښی په څاپیړه وواهه د حیا ونکړه ډیر بی همت او ذلیل انسان ده

  2. کرزی د افغانستان لومړنی شیعه ولسمشر په توګه د ایران له خوا ډېر ونازول شو. هره میاشت په بوجیو دالر او یورو د هغه دفتر ته د اوپراتیفي لګښتونو په نوم راتلې ، ترڅو له شیعه ګانو سره مرسته وکړې .
    سیمای بې ثمرد بشر د حقوقو مادام العمره ټولواکمنه ، کریم خلیلي دوهم شیعه معاون ، محقق د پلان وزیر ، د کابل په کارته سه کې د حبیبیې لیسې ته مخامخ د کورنیو چارو وزارت په ملکیت کې د محسني شیعه خانې یا مجتمع خاتم النبیین جوړول ، د شیعه مذهب ته رسمیات ورکول او دهلمند اوبو دوامداره پرېښودل ، د طلوع تلویزیون او نورو نشراتو په وسیله د سیب زمیني او چالشونو ، زایشګاه تبلیغ ، د تورن اسمعیل مقرري د هرات امپراتور او بیا د اوبو اوبرښنا وزیر په صفت ټول د ایران په فرمایش اجرا کېدل .

  3. دا خبر دی که د خبر په نوم سیاست؟ هغه هم د عقدې سیاست.
    وطن په کینو او کنځلو او دروغو نه جوړیږي او خبر تحریفول ملت ته تاوان رسوي.

  4. د داوود زی څرګندونو اصلاً یو بل واقعیت هم افشاء کړی دی هغه دا چی:
    په سیاسی قدرت کی شریک ټول کسان لومړی تر هر څه مخکی باید د اخلاقی ارزښتونو سره وداع کړیده.
    تاریخ ثابته کړی ده چی پر یو سیاسی مشر باندی راټولی سوی ټولی کړیانی د چاپلوسی په ویروس ککړ دی ( د چوکیو او پُستونو په تمه ئی تور ته سپین او سپین ته ئی تور ویلی دی خو کله چی د قدرت کړۍ ماته سویده نو ئی لږ وروسته خپلو رئیسانو او مشرانو ته د دښمن په سترګه کتلی دی) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب