شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهصدیق چکري: د طالبانو سترې محکمې له فساده پاک اعلان کړم

صدیق چکري: د طالبانو سترې محکمې له فساده پاک اعلان کړم

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۸ مه) د برهان الدین رباني د جمیعت ګوند پخواني مرستیال محمد صدیق چکري چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د حج اوقافو وزیر و او سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر کې په فساد تورن دی، د طالبانو له سترې محکمې د خپلې پاکۍ سند د ترلاسه کولو ادعا کوي.

نوموړی چې د کرزي د حکومت پر مهال د همدغه فساد له امله له هېواده تښتېدلی او د جمهوري نظام تر پرځېدو په لندن کې جلا وطن و، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره کابل ته ستون شوی او ادعا لري چې د طالب چارواکو په همغږۍ د سولې او ملی روغې جوړې لپاره کار کوي.

صدیق چکري په خپله تازه مرکه کې مرکه اخیستونکي ته وویل چې د طالبانو له سترې محکمې د خپلې پاکۍ سند وړاندې کولی شي.

د هغه په وینا، د فساد یاد شوی تور د ناټو، امریکا متحدو ایالتونو او د شمال ټلوالې د یو شمېر غړو له لوري په ګډه د یوې منظمې دسېسې له مخې د ده پر ضد لګول شوی و.

چکري له اوږدې مودې ناڅرګندېدو وروسته، د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له لندن څخه افغانستان ته ستون او د طالبانو له رژیم څخه خپل ملاتړ وښود.

طالب چارواکو له چکري څخه تود هرکلی وکړ چې په دې او ځینو نورو په فساد تورنو کسانو نه په هرکلی نیوکو سره هم مخ شول.

د طالبانو چارواکو له فساده د صدیق چکري د پاکوالي د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د جمهوري نظام د یو شمېر په فساد تورنو مشهورو چارواکو د لېست خپرېدو ګونګوسې دي او ویل کیږي چې طالب چارواکو د دغو مخکېنیو چارواکو د قضیو د بیا څېړنې هڅې پيل کړې دي.

له دغو لېست خپرېدو څخه یو شمېر خلکو هرکلی کړی او ویلي چې طالب چارواکي باید د فساد عاملانو سره حساب وکړي او ورسره د خپلو سیاسي اړتیاوو لپاره مصلحت او معاملې ونه کړي.

1 COMMENT

  1. د نورو چورکوونکیو فسادګرو لپاره هم د قدیانی طالبانو له خوا داسی قدیانی قضاګانی به صورت ومومی او د چاکری چورکوونکی په شان به نوره هم پاک اعلان کړی او باالاخیره دا رنګا رنګه قاتلان چورکوونکی وطنفروشه غلامان به سره یو ځای شی او قاتل غلام کومونیستان ددوی سره ګډ شوی دی او ځینو کمونیستانو بیا کمونیستی ډنډوری شروع کړی دی اما نتیجه نلری !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب