مجیب الرحمن لحاظ
همدا اوس د افغانستان د ټولنې نیمايي برخه په فزيکي ډول له فعاليته لوېدلې ده. ښځې نه د کار او نه د زده کړو اجازه لري، دوی ته د سفر او ان تفریح اجازه هم نه ورکول کیږي او دا چاره نه یوازې د ټولنې د نيمايي وګړو پر حقونو ښکاره تېری او له هغوی سره ظلم دی بلکې د افغانستان راتلونکي ته هم لوی خطر دی.
پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته ورځ تر بلې د ښځو پر حقونو په سیستماتیکه توګه بریدونه کیږي، د حاکمې ډلې لخوا د دې کړنو اصلي عامل د دوی تنګ نظري او جنسیتي تبعیض دی.
سږ کال په افغانستان کې د تعلیمي کال له پای ته رسېدو سره سم، د زرګونو نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې وتړل شوې، په کابل کې د ارواپوهنې یوتن متخصص چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي په دې اړه وویل: (( =له شپږم ټولګي ډيرې فارغې شوې نجونې به په ډیپریشن اخته شي.))
هغه زیاته کړه: ((افغان ټولنې ته به د دې جنسیتي تبعیض قیمت ډير لوړ تمام شي))
ټولنیزو شبکو کې له شپږم ټولګي څخه د فارغو شویو دوه نجونو یو عکس چې د طالبانو د جنسیتي تبعیض له امله یې له سترګو اوښکو بهیږي خپور شوی چې نور نشي کولای د طالبانو په موجودیت کې ښوونځي ته لاړې شي.
په ټولنیزو شبکو کې دغه غکس د ټولو افغانو نجونو د حالت ترجمان بلل شوی.
تعلیم چې د هر انسان الهی او بشري حق دی طالبان یې د خپلې تنګ نظرۍ له امله مخه نیسي،
یو شمېر طالب مشران هم له ښځو سره د دې ډلې چلند غندي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په ځلونو ویلي چې، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د هغوی پر حقونو تېری او ښکاره ظلم دی.
عباس ستانکزي چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د تعلیمي مرکزونو په فراغت غونډه کې خبرې کولې وویل، “هغه کسان چې د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر له علم سره مخالفت کوي؛ دغه کار د دې ملک بچیانو سره یو لویه جفا ده.”
که څه هم ستانیکزي د روانې دیسمبر په لومړۍ لسیزه کې یوې غونډې ته وویل چې تعلیم د هر انسان طبیعي حق دی او هیڅوک یې ترې نشي اخیستلای، خو د دوی حاکمیت شاوخوا دوه کاله وړاندې د شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو په مخ د ښونځي او پوهنتون دروازې تړلي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشت کې دملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړه چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا میرمنې له عمومي ژوند څخه محوه شوي دي، او د دې چارې لامل یې جنسیتي تبعیض بللی دی.
د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو هغه فرمانونه په کلکه وغندل چې د افغان میرمنو ازادي او بشري حقونه یې نقض کړي دي.
د ۲۰۲۱ کال اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې په دې هېواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ لومړ د زده کړو دروازې و تړل شوې او بیا له یوې کوچنۍ استثنا پرته میرمنې له کار کولو څخه منع کړل شوي دي.
د ښځو د حقونو فعاله او د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا مېرمن ګریسا ماشل “ډیلي ټلګراف” سره په یوه مرکه کې ، د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه “جنسیتي تبعیضي چلن” بللی او پر نړیوالې ټولنې یې هم نیوکه کړې، چې د ښځو په اړه د طالبانو د ځپونکو تګلارو پر وړاندې یې غبرګون “ډېر نرم او لږ” دی.
هغې له ښځو سره د طالبانو دچنلد په اړه ویلي دي “دا یو ډول جنسیتي تبعیض یا آپارتاید دی اوس باید د افغانستان لپاره داسې جدي مبارزه وشي کومه چې د آپارتاید پر ضد شوې ده.”
د بشري حقونو دنړیوالې اعلاميې له لومړۍ مادې سره سم د بشر ټول وګړي نړۍ ته ازاد راځي او د حیثیت او حقونو له مخې سره برابر دي.
خو د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د ښځو حقونه یواځې تر واده پورې محدود شوي دي، چې د دې ډلې د مشر لخوا اختریز پیغام کې په واضحه توګه معلومیږي. هغه وايي
«د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼو رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات ترسره شوي دي، ټول شرعي حقوق يې تأمین شوي دي.»
په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو د بیاحاکمېدو راهیسې پر مېرمنو، د تعلیم، کار، سفر او نورو مسایلو سر بېره د تفریح بندیز هم لګول شوی دی.
د طالبانو د حکومت مرستيال وياند وايي چې د ښځو حقونه د شریعت د اصولو په رڼا کې تامينيږي.
د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو لخوا د نجونو پر زدکړو او په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ۲۰۲۳ کال لومړۍ میاشت کې د سعودي په جده کې غونډه جوړه کړې وه او له طالبانو یې بیاځلي غوښتي ول چې د ښځو د زدهکړو او کار بندیزونو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي
د اسلامي همکاریو سازمان په نړۍ کې تر ملګرو ملتونو وروسته دویم تر ټولو لوی سازمان دی چې ۵۷ اسلامي هېوادونه یې غړيتوب لري.
تر دې وړاندې د مسلمانو علماو نړیواله ټولنې عمومي منشي شیخ ډاکټر علي القره داغي ویلي وو، د جګپوړو علماوو پلاوی کندهار ته روان وو چې د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره وګوري او په مهمو مسایلو ورسره سلا مشورې وکړي، خو په وینا یې هغه ورسره له لیدنې ډډه کړې وه.