دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+حداد ماوما / استاد سعدالدین شــــپون

حداد ماوما / استاد سعدالدین شــــپون

ماوماو بېدرکه مړه خوا او مستغني و. د پېژندګلوۍ په ټوله نیمه پېړۍ کې یې له هېچا، حتی له ما د حبه دینار تمه و نه کړه، خو لکه هر نېستمن پښتون یې مېلمه پالنه له لاسه نه ورکوله، عذر یې کاوه چې پیاز دې وي، په نیاز دې
وي. د درونټې له پله چې جلال آباد پلو تېر شې، هماغلته یې کور و، یا به چا ملګري ورکړی و. څو ځلی چې ورپېښ شوی وم، نور څه نه و، پرېمانه چای یې را کاوه، چې به یوه چاینکه ختمه شوه بله را روانه وه. خو دې چای نه رنګ
درلود نه خوند. پوښتنه مې وکړه چې ماوماو، دا څه خېل چای دي؟ دی موسک شو، ویې ویل، دې ته اپا کلب تېس وایي. که غواړې، څو پاڼې به درکړم. ګړۍ پس یې په دسمال کې راته راوړل. بس د ولې د پاڼو په شان وې. بیا چې روانېدم، په سرای کې یې یوه ونه را وښوده، ویل یې چې همدا ونه د چایو ده، سړی،

تندرست ساتي، د بدن خیرې مینځي. دا یې و نه ویل چې د بازار د چایو پیسې نه لري.

ماوماو پرېمانه ټوکې کولې، حتی جدي بحث یې د ټوکو په متل شروع کاوه، خو د الهام خبره په شعر کې یې د سېلابونو شمېر زیاتاوه او کماوه. کله به یې چې کوم بیت وایه، الهام به ویل، ماما د خدای پار دی، د سعدي او فردوسي د کلام سره به زنا نه کوې، که نه صبرېږې نو ابراهیم خلیل راګیر کړه یا یوسف آیینه.

وايي د ګاونډ نجلۍ چخمټه وي، موږ یارانو فکر کاوه چې ماما هسې له ځانه لګیا دی، نه د پښتنو تاریخ ورمعلوم دی نه څه، هسې یې په جګ قد خلک غولېږي، خو یوه ورځ مې د بست د کلا د تارخ پوښتنه ورنه وکړه. قریب نیم ساعت لکچر یې پرې راکړ. چې ما د ده معلومات د معتبرو تاریخي لیکنو سره پرتله کول، د ده معلومات پر زیات و.

یوه خبره چې یې شامدام کوله دا وه چې پښتانه له آراه ساکان دي. د سکندر له زمانې به یې نومونه سره اړول را
اړول تر څو به یې د کابل سهاکو ته راوست. ما بابیزه واخیسته خو تېره میاشت چې له ډاکټر حسن کاکړ سره غږېدم، هغه هم همدا ډمامه وغږوله. حال دا چې ماوماو په تاریخ کې کوم رسمي لېسنس نه درلود.

وزیر صیب محمد ګل مومند بابا مې هم د ماوماو له برکته ولېد، هغه وخت زه خبر نه وم چې یو وخت به په موږ او وزیر صیب د فاشېزم کاڼی راګوزارېږي. څو ځلي یې زیارت ته ورغلو. ښایسته سپینه خواجه خذري ږیره یې له سپین صفا مخ سره بېټ نیکه را یاداوه. بیا مې له پلار نه د مومند بابا پوښتنه کوله. هغه ډېر وستایه، ویل یې مومند صب او داوی صیب دواړه ملي شخصیتونه دي،

داوی د ترکیې د اتاتورک په شان ملي او دهري، مومند صیب ملي او مسلمان، خو دواړه بېجوړې دي. حتی پلار مې یو ځلي د ماوماو سره لېدو ته ورغی. هلته لکه چې پلار مې دوکاندار یاد کړی و خو وزیر صیب ویلي وو چې د دوکان په ځای هټۍ وایه چې پښتو توری دی، پلار مې ورسره استدلال کړی و چې هټۍ هم اردو توری دی.

ماوماو له کابلي سره پوخ کابلی و. لهجه یې د کابل د بویناکو کوڅو د کاکه ګانو پاړسي وه، پښتو یې بیا تر احمدزو کوچیانو هم کراړه وه، خو موږ سره یې میداني پښتو ویله. د کاکا رضا په نامه یو کاکه شیعه ملګری یې هم و چې
د ده حجرې ته به راته. یوه ورځ یې په دېوال باندې ځړېدلې جنتري لېدلې وه چې د پښتونستان د تحریک مشرانو وراستولې وه. ورباندې د خان عبدالغفارخان لوی عکس و، چې تر لاندې یې لیکلي وو: باچا خان کلېنډر. کاکا رضا ډېر وخت ورته ځیر و او بیا یې ویلي وو، فدایت شوم پاچا خان قلندر، قربان تمام قلندرا شوم. بیا نو کاکا رضا پاڅید، په ګډا شو او په ښکلي غږ یې تکراروله چې، دمه دم مست قلندر.

امریکا کې، نه پوهېږم څنګه شوه چې ماو ماو تلفون کې راته وویل زه او ته د وروڼو له لاسه غرق شوو. هېڅوک پخپله ما نه ویني، د پاپا فرهاد په نامه مې نازوي، تا د ګهیځ له پاره. ما ورته وویل ماوماو، غم یې مه کوه صدیق
پسرلي هم خپل زامن خراب کړل، که شاهکار هم ولیکي وايي دا د مشر پسرلي برکت دی. ماوماو تلفون کې وخندل،« دومره برکت دې په ښادۍ شي چې هېڅ ختمیدن نه لری، دا مې ایمل شو، دا اجمل، دا بخمل، دا ململ. مګر غضنفر یې په رښتیا هم چې لویه اروا ده.»

مېرمنې ته مې وویل، ځان سینګار کړه چې په یوه بجه د ماوماو فاتحه ده. که ژوند و د خاطرو بل لړ به هم کوم وخت درته وپېرم. هغه چې د سینګار خونې ته روانېده شا ته یې وکتل، «ارمان چې فاتحه د پښتنو په جومات کې وای. دا ملا ماتي پښتانه بس لافو ته پرېږده.»


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د دسمبر په ۱۹ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب