سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد پاکستان صدراعظم یو وار بیا د خپل هیواد ستونزې د افغانستان...

د پاکستان صدراعظم یو وار بیا د خپل هیواد ستونزې د افغانستان له لاسه وبللې

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۸ مه) د پاکستان موقت صدراعظم په یوه لیکنه کې، چې د بریتانیا په یوه ورځپاڼه کې خپره شوې، یو وار بیا ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ له اګسته را په دې خوا په پاکستان کې ۱۶ افغانانو انتحاری بریدونه کړي دي.

انوارالحق کاکړ په خپله مقاله کې، چې په ټیلګراف ورځپاڼه کې خپره شوې، ویلي چې په سرحدي سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د ۶۵ وژل شویو وسله والو هویت څرګند شوی چې افغانان وو.

انوارالحق کاکړ په دې لیکنه کې د پاکستان له خاورې د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې خو په عین حال کې یې ویلي چې که نور هیوادونه پیسې ورکړي نو پاکستان حاضر دی چې له خپلې خاورې افغان هنرمندان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان، چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، ونه باسي.

پاکستان تر دې وړاندې له پاکستانه لوېدیځو هیوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو د خروجي لپاره ۸۰۰ ډالره فیس ټاکلی و خو وروسته یې دا فیس ۴۰۰ ډالرو ته راټیټ کړ.

کاکړ لیکلي، کله چې یې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ ستونزه د طالبانو له لنډمهاله حکومت سره مطرح کړه، هغوی ورته مشوره ورکړه چې خپلې ستونزې په خپل هیواد کې دننه حل کړي.

انوارالحق کاکړ زیاته کړې، اوس پاکستان د طالبانو د حکومت مشوره عملي کوي.

د ده اشاره له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو ته وه.

د کاکړ په وینا افغان کډوال د پاکستان ملي امنیت ته ګواښ دي.

پاکستان د اکتوبر په درېیمه نېټه اعلان وکړ چې ټول بې اسناده کډوال باید د پاکستان له خاورې ووځي کنې وبه نیول شي او په زوره به وایستل شی.

1 COMMENT

  1. د‌ خری زویه انور مرداره که دا انتحاریانی افغانانو هم کړی وی خو تا د خری زوی د ای اس ای په واسطه تربیه کړی دی همداسی هره ورځی په افغانستان کی انتحاری کولی او بیچاره او مظلوم خلک یې وزل اوس خو شه دی د پاکستان نجث پولیس و فوج مرداروی نو دا کلان ستا خپله د خری زوی کرلی دی د افغانستان پکی هیڅ هم نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب