شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د کونځلو غوړیو د قاچاق شکایت

بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د کونځلو غوړیو د قاچاق شکایت

تاند (سې شنبه، د قوس ۲۸ مه) د بلخ د کونځلو غوړیو د تولید فابریکو یو شمېر مسوولان وایي چې له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د کونځلو غوړیو قاچاق زیات شوی.

یو شمېر دغو کاروباریانو ویلي چې د غوړیو دا قاچاق په افغانستان کې د وچکالۍ له زیاتېدو او د کونځلو حاصلاتو له کمېدو سره زیات شوی.

ویل شوي چې د قاچاق له زیاتېدو سره په بلخ کې د کونځلو غوړیو بیه لوړه شوې ده.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو رئیس شمس الله خالد بیا له دغه ولایت څخه د کونځلو غوړیو د قاچاق راپور رد کړی او ویلي چې دا موضوع واقعیت نه لري.

بلخ د کونځلو غوړیو د تولید نږدې ۱۵ فابریکې لري چې هر کال زرګونه کیلو د کونځلو غوړي تولیدوي.

ویل کیږي چې اوس دغه کاروبار هم د وچکالۍ او حاصلاتو له کمېدو سره زیانمن شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب