جمعه, مې 10, 2024
Home+شين رنګ ولې د جرم مخه نيسي؟

شين رنګ ولې د جرم مخه نيسي؟

   درویشت كاله پخوا د انګلستان په ګلاسكو ښار كې د ښار د ښكلا په خاطر د سړكونو د روښانولو لپاره د شنۀ (نیلي یا ابي) رنګ څراغونه ولګول شول. له هغه راوروسته په هغو سيمو او سړكونو كې چې د شپې مالې په شنو څراغونو روښانه وي، د جرمونو اندازه كمه شوې ده.

  ۱۸ كاله پخوا د جاپان په نارا كې پوليسو د خپل دفتر په شاوخوا سيمه كې شنۀ څراغونه ولګول او وروسته ورته معلومه شوه چې د شنو څراغونو په سيمو كې د پخوا په نسبت د جرمونو اندازه نهه فيصده راټيټه شوې ده.

 وروسته د جاپان د كيهين الكټريك ايكسپرس ريلوې كمپنۍ په نوم د اورګاډي شركت د يوكوهاما ګوميوجي سټيشن په پليټ فارمونو كې داسې څراغونه ولګول چې شنه رڼا وركوي. د دې شركت مقامات اوس وايي، وروسته له دې چې شنه څراغونه یې لګولي د شنې رڼا په پليټ فارمونو كې یې د ځان وژنې هڅه نه ده ليدلې. ياده دې وي چې په جاپان كې هر كال لسګونو زره كسان د ځان وژنې هڅه كوي.

 پوهانو د شنې رڼا په باره كې د دا ډول راپورونو په باب مختلفې تبصرې كړې دي. ځينې پوهان وايي چې د سړكونو او سيمو د روښانولو لپاره له شنې رڼا استفاده غير معمولي چاره ده او كله چې يو چاپېريال غير عادي شي، هلته د جنايت كولو جرات كمېږي.

  ځينې نور صاحب نظران وايي چې شين رنګ د دنيا په ګڼو سيمو كې خلكو ته پوليس وريادوي او همدا وجه ده چې د شنې رڼا په چاپېريال كې د جرم هڅې ممكن ټكنۍ شي او هغه څوك چې د جنايت نيت لري ممكن د شنې رڼا چاپېريال د خپلې هڅې لپاره مناسب ځاى  ورښكاره نه شي.

 د يو شمېر نورو پوهانو په نظر شين رنګ، نسبت زېړ، سور يا ناريجي رنگ ته خوشحالوونكى رنګ دى او په اعصابو مثبت اثر كوي نو همدا وجه ده چې د شنې رڼا په چاپيريال كې د جنايت د اندازې د كمېدو راپورونه خپرېږي.

  د كيودو پوهنتون استاد، پروفيسرڅونيو سوزوكي وايي، «موږ داسې شواهد لرو چې شين رنګ له ذهني سكون سره څه نا څه مرسته كوي مګر زما په خيال دا به يو څه مبالغه وي چې شنه رڼا د جرم د كمېدا يو عامل وبولو. شايد دا خبره سمه وي چې د شنې رڼا غير عادي والى د دې سبب شوى دى چې د جرم كولو جرات ورسره كم شي.»

  تر اوسه پورې د رنګونو د روحي اغېزو په باره كې ډېرې څېړنې شوې دي. په دغو څېړنو كې پخوا هم راغلي وو چې شين رنګ د موسمي مړاويتوب له كمېدو سره مرسته كوي. له موسمي مړاويتوبه منظور هغه روحي خپګان دى چې معمولا د موسم په بدليدو سره ځينې كسانو ته ورپېښېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب