سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهصالح خواجه آصف ته؛ طالبان خو تاسې د ازادۍ مبارزین ګڼل، اوس...

صالح خواجه آصف ته؛ طالبان خو تاسې د ازادۍ مبارزین ګڼل، اوس ترهګر څنګه شول؟

تاند (جمعه، د قوس ۲۴ مه) د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان مخکیني دفاع وزیر خواجه آصف ته په خطاب کې له هغه پوښتلي چې پر افغانستان واکمن طالبان څنګه د دوی له نظره د ازادۍ له مبارزینو په ترهګرو بدل شول؟

ښاغلي صالح پر خپلې اېکس پاڼې دا کنایوي پوښتنه له هغې وروسته وکړه چې د پاکستان د دفاع مخکیني وزیر خواجه محمد آصف د طالبانو رژیم په ترهګرۍ تورن او ادعا وکړه چې د ترهګرۍ رېښې په افغانستان کې دي.

د خواجه آصف د څرګندونو په اړه دا لېنک کېکاږئ:

د پاکستان د دفاع مخکینی وزیر: د ترهګرۍ رېښې په افغانستان کې دي – تاند (taand.net)

خواجه آصف د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو پر مهال د پاکستان د دفاع وزیر و

هغه، د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال امرالله صالح ته په اشارې لیکلي وو چې صالح د ازادۍ غوښتنې د مبارزینو پر وړاندې ماتې وخوړه.

اوس صالح له نوموړي پوښتلي چې ولې یې پر افغانستان د طالبانو د واکمن رژیم په اړه تعریف بدل شوی.

خواجه آصف د صالح څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. پاکستان خو د خپلو ګټو لپاره هره لوبه کوي او کړې ده او لا کوي يې او وبه يې هم وکړي چې همداسې شوي دي.
    طالبان يې مخکې يوه ډله جوړه کړې وه چې هغه د افغانستان د حکومت په خلاف يې وجنګوي، خو د ضرب غضب په عملياتو کې د پاکستان دوه مخي هغه غاړې طالبانو ته څرګنده شوه او هغه خلک يې ووژل دوکانونه او بازارونه يې وروسېځل او له خپأو کورونو يې اواره کړل او پيسې مشرف اخېستې وې او خلک د وزيرستان قتل عام شول، نو هغوی زموږ د طالبانو پورې تعليميافته دي او ژر يې پرې سر خلاصيږي، خو زموږ پرې سر نه خلاصيږي.
    بيا همدې پاکستان حميد ګل او جنرال طلعت مسعود او داسې نورو تر کرنيل امام پورې په ښو او بدو يې ووېشل.
    دا چې پنجاب تل په ډېره او غونډه مړۍ اموخته ده، نو ځکه اوس بيرته ترهګر کړل.
    همدې پاکستان به ويل چې دوی (طالبان) زموږ بچيان دي. بيا يې ترهګر کړل، بيا يې واک ته ورسول او ان تر دې چې جشنونه يې ورته ونيول شول او دا يې هم وويل چې دوی د غلامۍ ځنځيرونه مات کړل، خو نن يې بيا ترهګر کړل او ….
    چا چې شل کاله د چا په دسترخوان خوړلې وي او له هغوی سره يې يوځای د افغانستان د ورانولو لپاره رازونه سره شريک دي او د هغوی په روزنه، تمويلونه او ورواستولو يې ډېر رازونه ترمينځ شته، نو دا ظاهري اوتې بوتې او ګواښنې د دوی ترمينځ هېڅ ارزښت نه لري.
    طالب وپاکستان همدا اوس يو له بل سره ډېر پېچلي او ژورې نه شلېدونکې اړيکي لري چې …

  2. پنجابیانو هغه ورځ مو یاده شي چې د طالبانو په کامیابۍ مو یو بل ته مبارکیانې ورکولې، میټایان مو ویشل او خیراتونه مو کول؟ اوس هغه فرشتې چې شل کاله تاسو ښه طالبان ګڼل، د هغوی مبارزه مو جهاد باله څنګه تروریستان شو؟ طالب پوهیږي چې تاسو حرامیانو ورسره څه کړي هم مو روزل او هم مو د ګټو لپاره خرڅول. اب کیا هوا؟

  3. صالح ګله. د افغانانو خنزیر سوډر کافر یهود لعنتي پنجابي ته داسي ینه سره ده سي حتی د پنجابي غوښې به هم وخوري. له لعنتي اسرائیلو د فلسطینیانو دومره پيټن نه کیږي لکه د افغانانو سي له فرنګي خنزیر یهودي پنجابي نه. 😡🤮🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب