چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپر افغانستان د بمبارۍ له غوښتنې د پاکستاني مقام شاتګ

پر افغانستان د بمبارۍ له غوښتنې د پاکستاني مقام شاتګ

تاند (جمعه، د قوس ۲۴ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو موقت وزیر جان اڅکزی چې څو ورځې مخکې یې پر افغانستان د بمبارۍ غوښتنه کړې وه، له خپلې دغې غوښتنې په شا شوی او په دې اړه یې پر اېکس( پخواني ټویټر) پاڼې خپل لیکل اېسته کړي.

نوموړي ویلي وو چې په دې بمبارۍ سره باید پر افغانستان واکمنو طالبانو ته وښودل شی چې پاکستان سره دوه ګونې لوبه ونه کړي.

جان اڅکزي تر دې مخکې هم په مختلفو پلمو د افغانستان خلاف توندې او له سپکاوي ډکې خبرې کړې وې.

معلومه نه ده چې هغه ولې له خپلو وروستیو سپکوونکو څرګندونو لاس په سر شوی او خپلې خبرې یې بېرته اخیستې دي.

پاکستان په وروستیو کې له افغانستان سره خپله لفظي ناندرۍ تر ډېره د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د پښتنو په خوله مخته وړي.

د پاکستان اوسنی موقت صدراعظم انورالحق کاکړ او یو شمېر نور موقت چارواکي چې د افغانستان خلاف ترې د پاکستان پوځ او استخبارات استفاده کوي، تر ډېره پښتانه دي چې د پاکستان د سیاستونو لپاره استعمالیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون له بندي کیدو مخکې خبرداری ورکړی و چې پاکستان له افغانستان سره په وروستۍ لوبه کې دا هدف هم تعقیبوي چې څنګه لر او بر پښتانه سره مخالف او د یو بل خلاف وکاروي.

4 COMMENTS

  1. دا جان بد ذاته سپی غو وغپېده، خو غپېدا ته يې چا ارزښت ورنه کړ.
    همدا غپېدل يې بس دی که دې لږ شرم وي.

  2. د دې بېچاره ګل خان همدوره زده وو ، په خوله یې چا پیاز هم ونه خوړ. دا ګل خان دومره بې عقل وو لکه انورالحق ککړ چې خپل اوپردي هم نه پېژني .
    ژمی تېریږي خو توروالی یې سکرو ته پاته کیږي . دا پنځه ورځې « نګران » یا له اندېښنو ډک وزارت به هم تېرشي .

  3. گومان خو دا دی چی د جان خان اڅکزی دا ډول صوری څرګندونی د لاهور او لندن په دستور تر سره کیږی څو د اکثریت افغانانو هغه ذهنیت بدل کړی کوم چی طالبان د پاکستان ملیشی ګڼی.

  4. جان لکه نابلد غل په کاهدانه نڼوځی ؛ ته له پنجابی استخباراتو وپوښته چي تیرو ۴۵ کلونو کی له ګاونډیو او منطقه کی کوم اجرتی جنایات تر سره کړی ؟
    هغه مزدوری نور میدان نلری ، ستا شر اچوونه نور خریدار نلری ، که تاسی اوس هم هغه ډالرو طمع
    لری څوک یی نه درکوی ؛ اوس دی منطقه کی صاحب د رُبل ، پهپاد او سپوږمکیو خبری کوی ، ملکان ،بدل شوی ، د تیرو څلویښت کلونو د بد ماشیو ځواب درکوی ، ښه دروند او کوبنده ځواب؛چي نور په ځان اخته وی او غیر له ځانه نور درنه هیر کړی یا داسی ووایم چي نور تصمیم دادی چي دِ شر ځالې ته اور اچول ضروری بلل شوی ، دا کارونه د طالب له سویی ، تجربی او امکاناتو ډیر اوچت
    دی ؛ او دا د څلویښت کلن رذالت ، عکس العمل دی ، جان او نور احمقان دی چي دی لوبه کی ځان
    ګکړ کړ، اوس د ډبولو دور دی ، نه دِ ډالرو ، که دِ ډالرو وار وی بیا جان او ګکړ خیل ، پنجابیانو نه خبرول ، نو ټینګ شه بچو چي نڼ دِ وار دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب