تاند (جمعه، د قوس ۲۴ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له څه موده غیابت وروسته دندې ته له ستنېدو سره، په خبرو د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار کړی.
مولوي کبیر د برېټانیا سفارت له شارژدافیر چارټرټن ډېکسن سره د لیدنې پر مهال ویلي: موږ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړو او د افغانستان اړوند مسایل دې د خبرو له لارې حل شي.
دغه طالب مقام همداراز د دوی د رژیم استازي ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ پر ورکړې ټینګار کړی.
د مولوي کبیر دفتر نه دي ویلي چې د برېتانیا شارژدافیر له هغه سره د لیدنې پر مهال پر کومو مسایلو بحث کړی او د طالب لوري څرګندونو ته یې غبرګون څه و.
د طالبانو دغه چارواکي داسې مهال په خبرو د ستونزو د حل او نړۍ سره د مثبت تعامل خبره کړې چې تر دې مخکې د طالبانو یو شمېر افراطي چارواکو له نړۍ سره د دوی د رژیم د تعامل خلاف خبرې کړي.
له هغې ډلې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم چې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تر ټولو افراطي ډلې له مهمو کسانو ګڼل کېږي، څو ځله د ویناوو پر مهال نړیواله ټولنه پر دوی د ناسمو فرماېشاتو په تپلو تورنه کړه او ورسره یې مخالفت وښود.
څارونکي باور لري چې طالب چارواکي د یو موټي والي او واحد دریځ د لرلو له ټولو ادعاوو سره- سره د ډېرو مسایلو په اړه ضدو نقیض دریځونه لري او د دریځونو همدا تناقض یې د ناکامۍ یو دلیل دی.