جمعه, مې 10, 2024
Homeسپورتافغان ابدالیانو انګلېنډ لاینز ته په ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

افغان ابدالیانو انګلېنډ لاینز ته په ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغان ابدالیانو او انګلېنډ لاینز لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ درې ورځنۍ تمریناتي لوبه د افغان ابدالیانو په بریا پای ته ورسېده. یاده لوبه چې د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو په همغږۍ برابره شوې وه، تېره یکشنبه ورځ پیل او نن سه شنبه (دریمه ورځ) د ۵ ویکټو په توپیر د افغان ابدالیانو په بریا پای ته ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین وایي، د یادې لوبې څخه یې موخه د الف لوبډلې بوخت ساتل او د سور توپ سره د هغوی ښه بلدتیا ده، ترڅو د ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو لپاره په بشپړ ډول چمتو واوسي.

یاده لوبه کې چې دواړو لوبډلو خپل ۱۴ لوبغاړي پکې ولوبول، د لوبې پچه انګلېنډ لاینز وګټله او لومړی یې د افغان ابدالیان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

انګلینډ لاینز په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۱۳۷ منډې جوړې کړې. د دوي په ګټه جیمز ریو ۵۲ او ډان موزلي ۱۷ منډې ترسره کړې. بلخوا د افغان ابدالیانو په توپ اچوونکو کې ضیاء الرحمن اکبر ۴، ظاهر خان پکتین او شرف الدین اشرف ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

افغان ابدالیانو په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او د ۳۷ منډو مخکیوالی یې ترلاسه کړ. د افغان ابدالیانو په توپوهونکو کې اکرام علیخېل ۵۶، دروېش رسولي ۴۴ او یمین احمدزي ۱۸ منډې ترسره کړې. د انګلېنډ لاینز لوبډلې په توپ اچونه کې جک کارسن او شعیب بشیر هر یوه ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د انګلېنډ لاینز لوبډلې په خپلې دویمې پاڼۍ کې ۱۸۳ منډې جوړې کړې او افغان ابدالیانو ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه. د یادې لوبډلې په ګټه ډان موزلي ۳۱ او اولېور پریس ۳۰ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د افغان ابدالیانو په توپ اچونه کې بیا هم ضیاء الرحمن اکبر د هټریک په ترسره کولو سره ۶ او سلیم ساپي ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

افغان ابدالیانو د انګلېنډ لاینز لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په دریمه ورځ یوازې د پنځو ویکټو په زیان سره لاسته راوړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د افغان ابدالیانو په ګټه دروېش رسولي ۴۵، ریاض حسن ۲۷ او لوبډلمشر اکرام علیخلېل ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د انګلېنډ لاینز توپ اچونه کې شعیب بشیر ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

د یادونې وړ ده چې افغان ابدالیانو په روان کال کې له عمان ملي لوبډلې سره هم د دوو یو ورځنیو او پنځو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب