افغانستان خو لا له ډېر پخوا څخه بېوزلی هېواد و، ځکه څرنګه چې اړینه وه کار ورته نه دی شوی. ټول وخت په جګړو کې ښکېل او خلک يې له علم، پوهني او کار څخه لرې ساتل شوي دي.
زموږ په وزیرو کې هم د خلکو ژوند د نورو هېوادوالو په څېر په ستونزو کې تېرېده، په ځانګړې توګه په ژمي کې به واورې وې، ساړه به وو، د کارونو خو لا هسې درک نه لګېده. بله بوختیا به هم نه وه. خلک به مجبور وو چې د ژمي د اوږدو او سړو شپو د تېرولو په موخه سره په هوجرو کې راټول شي او د ځانونو د بوخت ساتلو په موخه به يې د کیسو بللو بانډارونه جوړ کړل.
یوه تن به کیسه بلله، بل به ورته ښه- ښه کول، درېیم به په کې غږونه کول او څلورم به ستار یا رباب او یا بنجو غږوله. خوندور باندار به و. په کیسو کې به يې د ادم او درخانۍ، مومن خان او شیرینۍ، طالب جان او ګل بشرې، فتح خان او رابیې، ميمنې او شېرعلم، د دېوانو او ښاپیریو، ګل مکۍ او موسی خان، دلۍ او شهۍ، لیلی او مجنون، خشکیار او شاترینې، سید کمال او ببوجانې، جلات خان او شمایلې، د ګل او صنوبر، د ښادي خان او بیبو، سیف الملوک او بدرۍ جمالې، ظریف خان او مابۍ، یوسف او ذلیخا کیسې بللې. په لوړ اواز به يې غږونه کول او په خوند به د نورو له خوا بدرګه کېده.
د ادم او درخانۍ په کیسه کې به یې غږ کړ:
چې به د ادم د رباب شرنګ شو
درخو به ورته سرتوره ګډېدله
یو زرغون لښتی بهېږي
دغه سر یې د آدم پر باغ لگېږي
په کرلي یې لونگ دی
لویه خدایه لاچي هم په زرغونېږي
خان یم آدم خان یم
زه په خپله مینه کړم غره په ځان یم
که مې مرگ نه سو له میانه
درخانیه زه به زوم د تاوس خان یم
دا خدمت زما پر ځان دی
نن شاهي آدم زما کره مهمان دی
اوس به زه ور لره ځمه
سپینه خوله یې مېلمستیا ځای یې دالان دی
اې زموږ چرگه کولنگه
ستا په ستوني کې دې خوږ سي اې بدرنگه
سبا نه و تا سباکی
دا شاهي آدم دې کوز کی له پلنگه
که توره آدمه توره
چندڼی رباب دې مه وهه په زوره
چې ستا د رباب ږغ سي
په درخو مې اور لگېږي لور د لوره
د چندڼو ونه گوره
درخانۍ ده په آدم پسې ترهوره
آ درخو ملوکي
پر تمام جهان دې ولاړې د نوم کوکې
آدم ستا کتو رنځور کړ
که ورکوزې کړې د دواړو زلفو څوکې
که گلې درخو گلې
په وجود د طاووس خان د بڼ بلبلې
مه دې مات شه مړوندونه
مه دې وچې شه څنگلې
مه دې ماتې شه خپړې
درته وایم مه دې وچې شه څنگلې
په څه درب دې ووهلم
تر پیله ورېښم پستې دي ستا منګولې
په تومت مه شرمېږه یاره
په ښو ځوانانو پسې تل وي تومتونه
د مومن خان او شيرينو په کیسه کې به یې په خوند او لوړ غږ نارې کړې:
تا د سفر موزې په پښو کړې
د زېړو ګلو باغ په چا سپارې مينه
ما د سفر موزې په پښو کړې
د زېړو ګلو باغ په خدای سپارم مينه
يار مې سپرېږې روانېږي
په نارنجي مخ مې سېلاب د اوښکو ځينه
چې دورې ځې خال مې صحيح کړه
د هندوستان د نجونو نه شته شنه خالونه
د هندوستان و لور ته ځمه
د هندوستان جونې زما خویندې میندې دينه
د هندوستان و لور ته ځمه
د شيرينو ولور په خپل لاسو ګټمه
چې مومن خان له ما جدا شو
بدن مې رېږدي زړه مې صبر نه کوينه
په جدايۍ سره جدا شو
مومنه کله به وصلت سره کوونه
ماجدايي ليدلې نه ده
چې مومن خان رانه جدا شو وبه مرمه
مومنه ځه الله دې مل شه
دا شينکی خال او زلفې تا لره ساتمه
مسافري په پوره زړه کړه
خولګۍ مې ستا ده که زه خاورې شم مينه
ادې راکښينه اور رابل کړه
د مومن خان په وينو سره دي بالښتونه
کرنګه مات دې شه لاسونه
په نيمو شپو دې مومن خان راوړ له کومه
جانان زما په خولګۍ مړ دی
عالمه مه يې لمبوۍ چې شهيد شونه
مومن پر تا مړ شو شیرينې
ما د انار تر ګل نازک ساتلی و نه
مومن پر لوړه غونډۍ کښېږدئ
چې خواره مور يې همېشه زيارت کوينه
د طالب جان او ګل بشرې په کیسه کې به يې نارې کړې:
ګل بشرې راشه حال مې ګوره
زه مسافر له بل وطن راغلي یمه
او
د ميمنې او شېرعلم په کیسه کې به یې په ډېر خوند په ګډه دا سندره بلله:
ټکنده غرمه ده
ميمنه حلالوینه