جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهسهیل شاهین: هېوادونه دې زموږ مخالفانو ته د غونډو اجازه نه ورکوي

سهیل شاهین: هېوادونه دې زموږ مخالفانو ته د غونډو اجازه نه ورکوي

 تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین چې د طالبانو حکومت په ملګرو ملتونو سازمان کې هم د دوی د استازي په توګه معرفي کړی، له افغانستانه بهر د دوی د رژیم خلاف وروستیو غونډو ته غبرګون ښودلی.

نوموړي په ویانا کې د طالبانو د یو شمېر مخالفانو روانې غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې دا غونډه د افغانستان د اوسني امنیت او سولې د خرابولو هڅه ده.

هغه په داسې حال کې چې دا ډول غونډې خیانت ګڼلي، له کوربه هېوادونو یې د داسې غونډو د نه اجازه ورکولو غوښتنه کړې او ویلي داسې غونډو ته اجازه ورکول له افغانانو سره دښمني ده.

له شاهین څخه مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د دوی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم د دوی خلاف له هېواده بهر شویو او روانو غونډو ته غبرګون ښودلی و.

له څه مودې راهیسې روسیه، تاجیکستان او اوس د اتریش پلازمېنه ویانا د طالبانو د مخالفانو د یو شمېر غونډو کوربانه دي.

د طالبانو یوه منتقد جلال امرخېل بیا په خپله اېکس( پخواني ټویټر) پاڼه د طالب چارواکي عباس ستانکزي یوه ویډیو خپره کړې چې د خپلو مخالفانو د غونډو په تړاو غږیدلی.

امرخېل، ستانکزي ته په خطاب کې لیکلي: دا شاوخوا مجلسونه چې کیږي، دا د دې ملک او د دې نظام او فوج د ماتولو لپاره کیږي. مګر- ستانکزي صاحب چې شاوخوا مجلسونه کول، هغه یې د نظام او فوج د رغولو لپاره کول؟ که ستا په تللې لاره چې اوس څوک قدم وهي، ځان درته بد ښکاري؟

د طالبانو پر ضد د یوې وسله والې ډلې( ملي مقاومت جبهې) مشر احمد مسعود بیا ویلي چې طالب چارواکي د دوی له وروستیو غونډو سره وارخطا شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب