پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونه۵ ورځو کې له ایرانه د ۱۶ زرو افغانانو شړل

۵ ورځو کې له ایرانه د ۱۶ زرو افغانانو شړل

 تاند (سې شنبه، د قوس ۱۴ مه)  ایراني چارواکو ویلي چې یوازې د دوغارون پولې له لارې یې تېرو ۵ ورځو کې تر ۱۶ زرو پورې افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي.

د ایران یوه چارواکي سردار مجید شجاع، د دغه هېواد  تسنیم خبري اژانس ته ویلي چې دغه شړل شوي کډوال په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوتي وو.

هغه ادعا کړې چې ګڼ نور ناقانونه افغان کډوال هم له ایرانه اېستل شوي او دا لړۍ به دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د دغه هېواد ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو پر ورتلو بندیز لګولی.

سربېره پر دې، له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي افغانان د ایراني ځواکونو له ناوړه چلنده شکایت لري او وایي د وهلو ټکولو تر څنګ یې د دوی جیبونه لوټ کړي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم څه موده مخکې د افغانستان لویدیز ته چې ایران سره پوله لري، د سفر پر مهال د افغان کډوالو لخوا د داسې شکایتونو اورېدل تایید کړل.

پر طالب رژیم نیوکه ده چې نه یې له پاکستان او نه ایران نه د افغان کډوالو د په زوره وېستو روان بهیر ته مسوولانه او معقول ځواب ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب