Homeخبرونهپه غزني کې ۱۰ زره کورونو ته برښنا رسول شوې

په غزني کې ۱۰ زره کورونو ته برښنا رسول شوې

تاند(چهارشنبه، د قوس ۸ مه) په غزني ولایت د افغانستان برښنا شرکت وايي، په روان لمریز کال کې یې په غزني ښار کې ۱۰ زره کورونو ته برښنا رسولې ده.

په دې ولایت کې د برښنا توزیع په چټکه د پراخېدو په حال کې ده.

د افغانستان برښناشرکت په وینا، اوس د غزني ښار ۷۰ سلنه کورونه برښنا لري او هڅه کوي چې په نژدې راتلونکي کې د ښار نورو برخو ته هم برښنا ورسوي.

غزني ته د جمهوریت په مهال وارداتي برښنا ورسول شوه خو د ناامنۍ له کبله، په تېره بیا په میدان وردک ولایت کې غزني او نورو جنوبي ولایتونو ته د برښنا مزې پرې کېدل.

دولت طالبان د مزو په پرې کولو تورنول.

د غزني اوسېدونکي په دې خوښي ښيي چې برښنا ډېره شوې او د جنراتور له اړتیا خلاص شوي دي.

د غزني او نورو ولایتونو ډېر کلیوال له لمریزې برښنا کار اخلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...