جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان له افغانستانه غوښتي چې حافظ ګل بهادر ونیسي

پاکستان له افغانستانه غوښتي چې حافظ ګل بهادر ونیسي

تاند (چهارشنبه، د ثوس ۸ مه) پاکستاني رسنۍ وايي، په بنو کې پر پاکستاني ځواکونو له حملو وروسته د دغه هیواد حکومت د افغانستان له طالب چارواکو غوښتي چې د ټي ټي پي یو مشر حافظ ګل بهادر ونیسی او دوی ته یې وسپاري.

د یکشنبې په ورځ / نوومبر ۲۶/ د بنو – میرانشاه په لویه لاره کې د پاکستاني ملېشه ځواک پر ګزمې انتحاری برید وشو چې په پیل کې پاکستاني چارواکو د برید له کبله د ۱۶ تنو ټپي کېدا تایید کړه خو وروسته یې د مرګ ژوبلو شمېر ډېر وښود.

د ټي ټي پي یوه ویندوی محمد خراساني د دې برید مسوولیت ومانه.

پاکستان ادعا کړې چې بریدګر افغان و ځکه چې دوی ورسره تذکره موندلې ده خو دا یې نه دي ویلي چې د انتحاري تذکره څرنګه روغه پاتې شوې وه.

پاکستان له دې برید وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړی او د اعتراض ترڅنګ یې هغه ته ویلي چې د دې برید عاملان ونیسي.

جیونیوز تلویزیون د خپل هیواد د دیپلوماتیکو سرچینو په قول ویلي چې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتي چې د بنو د برید عاملان په خپله خاوره کې وځپي.

د جیو نیوز پر اساس، د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته دا هم غوښتي چې د ټي ټي پي یو مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د پاکستان دې ته ورته ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

ځینې طالب سرچینې وايي چې د پاکستان اصلي غوښتنه دا ده چې افغان طالبان دې په کوزه پښتنونخوا کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ټي ټي پي پر ضد له دوی سره په ګډه عملیات وکړي او له خپلو ارتباطاتو څخه په استفادې دې د ټي ټي پي د مشرانو او قوماندانانو په ځپلو کې له دوی سره مرسته وکړي. خو دا هغه غوښتنه ده چې افغان طالبان یې په هیڅ صورت نه شي منلی.

2 COMMENTS

  1. تاسوپاکستانی دانګریز زامنو شل کاله همدغه طالبان وساتل او د افغانستان حکومت په زرهاو واری درته ویل چی طالبان افغانستان ته حواله کړی مګر تاسو ویل چی طالبان نشته اوس نو طالبان تاسو ته څوک حواله کړی پاکستانی طالبان په افغانستان کی نشته هلته په لاهور کښی هیرامندی کی یې ولټه وې د خینزیر زامنو

  2. ای لعنت په طالب موزیانو ! کله سي موټکي د پنجاب سفیر احضار کړ حتی هغه بیخي د طالب په غوښتنه سر هم ونه ګرول ، مګر د طالب سفیر ور روان وي. رښتیا مو سي د پنجاب په مدرسو کې طالب موزي لوی سوئ. که زه د طالب مشر وای د پنجاب سفیر به مي د چکړې په کونه کې کینولی او تر تورخم به مي ها خوا تیر کړی وائ 😡. خو د شرم ځای ده طالب په پردي دسترخان لوی سوئ .☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب