شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام وايی، افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله له...

د خوړو نړیوال پروګرام وايی، افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله له بحران سره مخامخ دی

تاند (چهارشنبه، د قوس ۸ مه) د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیمي بدلون د کنفرانس په درشل کې نن اعلان وکړ چې په افغانستان کې په ملیونونو کورنۍ د اقلیمي بدلون له کبله له بحران سره مخامخ دي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون بحران لیرې نه دی بلکې همدا اوس میلیونونه افغان کورنۍ له اقلیمي بحران سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په تیره لړم میاشت کې ویلي وچې وچکالي په افغانستان کې د هغو ملینونو بزګرانو لپاره یو ناورین رامنځه ته کړی چې د عاید بله سرچینه نه لري. د پاملرنې نړیوالې موسسې د سنبلې په میاشت کې د یوې سروې نتیجې خپرې کړې او ویلي و چې د افغانستان د ۷۸ سلنه وګړو میاشتنی عاید کم شوی چې یو لامل یې هم په دې هېواد کې پر له پسې وچکالي ښودل شوې وه.

په اګست میاشت کې د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې، اوچا وویل چې افغانستان د هغو هیوادونو په منځ کې چې له زیات افلیمي ګواښ سره مخامخ دي، په لیست کې څلورم هیواد دی.

او دا په داسې حال کې ده چې افغانان او افغانستانپه افلیمي بدلون کې خورا کمه ونډه لري خو تر ډېرو هیوادونو له افلیمي بدلونه څخه ډېر اغېزمن کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې وچکالي او د حاصلاتو کموالي افغانان له زیانونو سره مخامخ کړي او لوږه زیاته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیمي بدلون د کنفرانس د ګډونوالو له غونډې مخکې یادونه کړې چې دا مهمه ده چې نړۍ د اقلیمي بدلون تر لا زیاتو زیانونو وړاندې د دغو کورنیو د مقاومت وړتیاوې زیاتې کړي.

ټاکل شوې چې د اقلیمي بدلون کنفرانس سباد نومبر په ۳۰ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانستل شي. دا کتفرانس به د دسمبر تر دوولسمې پورې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب