دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد څار سازمان له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د بشري...

د څار سازمان له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د بشري حقونو څرګند سرغړاوی وباله

تاند (چهارشنبه، د قوس ۸ مه) د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه کې له هغوی سره پراخ زورزیاتی کړی دی.

دې سازمان په یوه تازه راپور کې، چې پر خپله ویبپاڼه یې خپور کړی دی، ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونو د دې لپاره چې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي د افغانانو خلاف په زور زیاتط کې له هیڅ راز فشاره ډډه نه ده کړې.

په راپور کې پر افغان نجونو د جنسي تیري یادونه هم شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پاکستاني پولیسو افغان کډوال نیولي، ځورولي، بندیان کړي او حتي له ښځو یې د هغوی ګاڼې اخیستي دي.

دې سازمان ټینګار کړی چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل او له هغوی سره زور زیاتی، د پاکستان د نړیوالو ژمنو خلاف او د نړیوالو بشري حقونو څرګند سرغړاوی دی.

2 COMMENTS

  1. طالبان پاکستان ، لتکون کلمه الله هی العلیا لپاره جهاد پیل کړی نو دکګړو خبرو او اوامرو اطاعت حرام بولی ؛لا طاعت فی المعصیه باندی ایمان لری او په متاع قلیل ځان او ایمان نه خرڅوی ؛د الله غنی اجر ، دا د افغانانو د جیب او کور غله نشی ورکولی ، دجهاد دوام ، درونی استحکام او صبر مو لویو کامیابیو او مدارجو تضمین کولی شی ، ان شاء الله تعالی
    کرایی بیزوګان هیڅ صلاحیت او حیثیت نلری ،پام چي دوکه نشی ، حالات د تاسی په ګټه دی او خیرالناصرین در سره مل دی .
    که افغان طالبان د مظلومو افغانانو د ځان ، مال او ناموس ساتنه او پوښتنه نشی کولی ،او بی ناموسه دون همته کاکړ حکومت خپل سپی شکاری او ورځ تر بلی ظلم او تیری د فاسدو کرایی حکامو
    ارذلیت او ما تخفی الصدور لوث بربنډیږی ؛ نو متضړرین حق لری پښتونخوا مجاهدو طالبانو ته مراجعه او بی ناموسو ظالمانو په مقابل کی په مرصوص صف کی ودریږی او تر اعلای کلمت الله پوری د متجاوزو ظالمانو پر وړاندی خپل فرض اداء کړی ؛ دا د مظلومانو شرعی حق دی .
    رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :
    من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام .
    صدق رسول الله صلی الله علیه و سلم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب