تاند (چهارشنبه، د قوس ۸ مه) ټي ټي پي وايي چې نن یې د پېښور ولایت د خیبر ایجنسۍ د باړې ولسوالۍ په تیرا دره کې د پاکستاني پوځ او ملېشو پر ګډ کاروان په برید کې د یوه جګړه په شمول ۷ پوځیان وژلي دي.
دا ادعا د تحریک طالبان پاکستان ویندوی محمد خراساني رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې کړې ده.
ټي ټي پي د کوزې پښتونخوا سیمو ته جلا تشکیلات او نومونه ټاکلي دي. د دوی په خبرپاڼه کې پېښور ته «ولایت» او باړې ته د پېښور اړونده «ولسوالي» لیکل شوي دي.
خراساني همداراز ویلي چې په دې برید کې، چې نن سهار مهال وشو، د پوځ او ملېشو یو ټرک او یو ډاتسن موټر سوځېدلي، د یوه جګړن (مېجر) په شمول ۷ تنه «اجیر» پوځیان وژل شوي او ۶ نور سخت ټپیان شوي دي.
ټي ټي پي تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ / نوومبر ۲۶/ د بنو – میرانشاه په لویه لاره کې د پاکستاني ملېشه ځواک پر ګزمې د برید مسوولیت منلی و.
پاکستان وروسته ادعا وکړه چې حمله کوونکی انتحاري افغان و او دوی د پېښې په ځای کې د بریدګر تذکره موندلې ده.
د پاکستان پوځ تر اوسه پورې د تیرا درې د ننني برید په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستانی خبیثو فوځیانو ته د وژلی کلمه مه کاروی ولیکی چی ۷ خینزیران مردار شوې دی د پاکستان فوځ د انګلیس ناروا زامن دې او هر څوک چی یو پاکستانی خینزیر مردار کړی هغه به لوې غازی وې