Homeخبرونهمجاهد: پاکستان کې زموږ سفیر احضار شوی نه دی، یو پیغام یې...

مجاهد: پاکستان کې زموږ سفیر احضار شوی نه دی، یو پیغام یې ترلاسه کړی

تاند (چهارشنبه، د قوس ۸ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې پاکستان په اسلام اباد کې د دوی سفیر احضار کړی نه دی؛ بلکې یو پيغام یې سفارت ترلاسه کړی.

هغه نه دي ویلي چې دا بيغام په لیکلي بڼه دوی ته رسېدلی، که یې سفیر غوښتل شوی او ور سپارل شوی دی.

مجاهد پرته له دې چې د پاکستان لخوا دوی ته د ټي ټي پي د یوه مشر حافظ ګل بهار د سپارلو غوښتنه یاده کړي، ویلي چې دوی د پاکستان د پیغام په اړه څېړنې کوي.

ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې پاکستان طالب سفیر ور غوښتی او ورته ویلي چې دوی په افغانستان کې د ټي ټي پي د یوه مشر حافظ ګل بهار د موجودیت اسناد لري او طالبانو نه یې د سپارلو غوښتنه  کوي.

طالب چارواکو تر دې مخکې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعاوې بې بنسټه بللې وې.

1 COMMENT

  1. طالبانو په اسامه خپل رژیم ړنګ کړ او د نړۍ یې ونه منله او ته پنجابی ترې میلمه غواړې. هغوی درته وایي چې نشته او ته شرم نلرې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...