یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهشکریه بارکزۍ: طالبان د هېڅ قوم او سیمې استازیتوب نه کوي

شکریه بارکزۍ: طالبان د هېڅ قوم او سیمې استازیتوب نه کوي

تاند(دوشنبه، د قوس۶مه) د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې د هرات امنیتي کنفرانس په نوم جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال افغان سیاستوالې شکریه بارکزۍ وویل چې طالبان په افغانستان کې د هیڅ قوم او سیمې استازیتوب نه کوي.

بارکزۍ د هغو هېوادنو له مخاطب کولو سره چې د طالبانو له واک ته رسیدو سره یې مرسته کړې، وویل د افغانسان خلک نن د دغو هېوادونو د ناسمو پالېسیو له امله ډېر بد وضعیت تجربه کوي.

د بارکزۍ څرګندونې په داسې مهال دي چې د نننۍ غونډې د جوړوونکو په ګډون یو ډېر شمېر متعصبې کړۍ هڅه کوي طالبان او کړنې یې د پښتانه فرهنګ او قوم استازي وښيي.

یو شمېر پښتانه ملتپال هم باور لري چې طالبان په قومي لحاظ پښتانه دي، خو کړنې یې په هیڅ صورت د پښتنو د فرهنګ استازبتوب نه شي کولای.

دوی په پښتون فرهنګ کې د ښځو ځانګړي درناوي ته په اشارې وایي چې طالبان د ښځو خلاف او نورو کړنو سره څرګندوي چې د پښتنو د فرهنګ زیات پرواګیر نه دي او تر ډېره د پاکستاني مدرسو د افراطي افکارو لاروي دي.

طالبانو د هرات امنیتي کنفرانس په نوم په تاجیکستان کې جوړې شوې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې په یوه غبرګون کې خپل مخالفان سوې څېرې بللي او ویلي، د تبصرې وړ نه دي.

د تاجیکستان د نننۍ غونډې یو شمېر ګډونوالو بیا پر مېرمن بارکزۍ او د غونډې پر نورو پښتنو ګډونوالو نیوکې کړي چې په داسې غونډو کې د ګډون پر ځای ولې خپله مستقلې غونډې نه برابروي او خپل نظرونه نه څرګندوي.

د دوی په وینا، په دا ډول غونډو کې چې د افغانستان ملي سرود او یووالي ته پکې درناوی نه کیږي، د بارکزۍ په شان ملي دریځه څېرو ګډون د دوی اعتبار ته هم تاوان اړولی شي.

2 COMMENTS

  1. یاره دغه خو هم لویه رڼډۍ او تر چتې وتلې خبیثه ده. په هیڅ هم نه شرمیږي یوځل خراسانیانوًخپل بیرال په لاس کې ورکړ او دا ورته خوښه وه لعنت ستاسي په دموکراسي هم سه سي هوټلیان یې سفیران وټاکل 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب