دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد هرات د امنیتي خبرو کنفرانس په یوه پخوانۍ ترانه پیل شوه

د هرات د امنیتي خبرو کنفرانس په یوه پخوانۍ ترانه پیل شوه

تاند(دوشنبه، د قوس۶مه) د هرات د امنیتي ډیالوګ په نوم د یوې غونډې ګډونوال د افغانستان اوسني شرایط ناوړه بولي او وایي د ژغورنې لپاره یې خبرې او نور انتخابونه په پام کې لري.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان چې په تاجکستان کې د هرات امنیتي ډیالوګ د یوولسمې غونډې ګډونوال دی، نن خبریالانو ته وویل، هڅه کوي چې له طالبانو سهر خبرط وکړي خوکه خبرو نتیجه نه لرله له هغونورو لارو به کار واخلي چې پخوا یې اخیسته.

د ده اشاره جګړې ته وه خو دا یې ونه ویل چې په څه ډول به جګړه بیلوي.

یوې سرچینې چې په غونډه کې یې برخه لرله، تاند ته د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل چې د کنفرانس د برخوالو ترمنځ هغه مهال انتقادونه راپورته شول چې د ملي سرود پر ځای یوه پخوانۍ وطني سندره وغږول شوه.

په دې غونډه کې اکثره متعصب عناصر راټول شوي دي.

ویل کېږي چې داوود مرادیان، دادفر سپنتا او ظاهر اغبر په تېرو کلونو کې هم له ملي سرود مخالفت کړی و.

په نننۍ غونډې کې احمد مسعود برخه نه لرله او ویل شوي چې نوموړي ته مشوره ورکړل شوې چې نن په کنفرانس کې ګډون ونه کړي څودا غونډه د ملي مقاومت جبهې غونډه ونه بلل شي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه سبا هم دوام وکړي او ښاغلی مسعود په سبانۍ غونډه کې وینا وکړي.

5 COMMENTS

  1. دا ټول دلالان را غونډ شوی دی دوی خپل ناموس خرڅ کړی ده نو د وطن څه پروا لری له دی لنډغرو او غلونه د طالب سپی هم ښه ده

  2. هغه ټول اشرار او د افغان ولس په وینو یې لاسونه سره او کلابیان دي. که اسمعیل نر وای سي طالبانو له غاره راویستل څنګه زیړې سترګې یې نیولې وې. باید طالبانو مردار کړی وائ دغه ملحد 😡

  3. د مکار زاهد په قبر بدمستان سره ټول شوی…..انتقام له ژونده اخلی هدیره یی میخانه کړه.

  4. پښتو کی یو متل دای وایی چی ډومان چی وګي شی نو زانډني خواړې یادوی دا نه شرم لری نه حیا نه عزت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب