یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهپاکستان اسناد لرونکو افغان کډوالو ته د کال تر پایه وخت ورکوي

پاکستان اسناد لرونکو افغان کډوالو ته د کال تر پایه وخت ورکوي

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۲ مه) پاکستان وايي، قانوني یا اسناد لرونکي افغان کډوال د روان ۲۰۲۳ تر پایه په زوره له خپلې خاورې نه باسي خو د هغو کډوالو له ایستلو به لاس وا نه اخلي چې بې اسناده دي.

پاکستان دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د بشري حقونو په شمول نړیوالو له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلند نیوکې وکړې. د پاکستان امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال یو شان نیولي، ځورولي او له خپلې خاورې په زوره ایستلي دي.

پاکستان بې له دې چې د بشري حقونو انتقادونو ته پام وکړي، پرون وویل:«د پاکستان حکومت خوشاله دی چې د کارت لرونکو یا اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسیدو موده د روان ۲۰۲۳ د دسمبر تر ۳۱ پورې اوږدوي.»

خو له دې سره سره په پاکستان کې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویندوی د پاکستان د دې اعلان هرکلی وکړ.

د کډوالو لویه کمیشنري هیله لري چې د اوس لپاره به د پاکستان امنیتي ځواکونه د اسناد لرونکو افغان کډوالو ځورونې ودرېږي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې بې اسناده افغان کډوالو ته اعلان وکړ چې د نوومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي کنې وبه نیول شي او په زوره به وایستل شي.

پاکستان تراوسه پورې تر ۳ لکه ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

1 COMMENT

  1. د پنجابیانو روان کال عیسوي یا میلادي کال دی ، نه اسلامي هجري شمسي . اوس د 2023 میلادي کال د یولسمې یا نوامبر د میاشتې 13 ورځ ده او راتلونکي میلادي کال ته یوه میاشت او اوولس ورځې پاته دي . دوی غواړي له نړیوالو نه بیا یو څه زهر او زقوم ترلاسه کړي ، نو د همدې لپاره د افغانانو ځورولو ته یې زور ورکړی .
    د افغانستان لوری دې د نړیوالو په مرسته او د ملګرو ملتونو د مهاجرینو له سازمان سره په ګډه د افغانانو د بیا ستنېدو لپاره یو منظم پلان جوړ کړي ، چې د هغو پراساس به کډوال په تدریجي ډول ، په عزت او درناوي سره وطن ته راستانه شي .
    ملګري ملتونه دې هر ستانه شوي ته دکور د جوړولو مصرف ، د لارې د کرایې مصارف او د هغوی اولادونو ته د ښوونځیو او کار کولو زمینه برابره کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب