سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهپاکستاني چارواکي وايي، افغان طالبانو یو شمېر پاکستاني کارګر نیولي

پاکستاني چارواکي وايي، افغان طالبانو یو شمېر پاکستاني کارګر نیولي

تاند (جمعه، د عقرب ۱۹ مه) د خیبرپښتونخوا د خیبر سیمې امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان د طالبانو امنیتي چارواکو یو شمېر پاکستاني کارګر، چې افغانستان ته د کار لپاره تللي وو، نیولي دي.

پاکستاني چارواکو نه دي ویلي چې افغان طالبانو ولې دا کسان نیولي خو یادونه یې کړې چې پاکستاني کارګر هره ورځ بې وېزې د افغانستان لور ته د کار لپاره تلل.

د کارګرو خپلوانو هم رسنیو ته ویلي چې دغو کسانو هره ورځ په پاکستاني پاسپورټ تګ راتګ کاوه او تر دې مخکې چا له دوی څخه د وېزې غوښتنه نه وه کړې خو اوس طالب چارواکو پاسپورټونه ورڅخه ګرځولي او دوی یې نیولي دي.

د طالبانو چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان په وروستیو کې په سپین بولدک کې د ځايي اوسیدونکو بې ویزې تګ راتګ منع کړی او د دوی دا اقدام د کرښې د دواړو خواوو د زرګونو کسانو له اعتراضونو سره مخامخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب