جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپاکستاني ورځپاڼه: اسلام اباد د طالبانو د حکومت په اړه په خپله...

پاکستاني ورځپاڼه: اسلام اباد د طالبانو د حکومت په اړه په خپله پالیسی کې لوی بدلون راوړي

تاند (جمعه، د عقرب ۱۹ مه) د پاکستان بیزنس ریکارډر ورځپاڼه د خپل هیواد د دیبلوماتیکو سرچینو په قول وايي چې د دغه هیواد حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان د طالبانو د حکومت په اړه په خپله پالیسۍ کې لوی بدلون راوړي.

ورځپاڼه وايي، د دې لپاره چې د ټي ټي پي غړي د افغانستان له خاورې څخه په کار اخیستلو پر پاکستان بریدونه کوي او د افغانستان اوسني چارواکي یې مخه نه نیسي، نو پاکستان پرېکړه کړې چې له دې ایسته به په ملګروملتو، امنیت شورا او نورو نړیوالو سټېجونو کې د طالبانو د حکومت ملاتړ نه کوي.

ورځپاڼه وايي چې دیپلوماتیکو سرچنو، چې منظور یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دی، ورته ویلي چې د پاکستان د حکومت له پرېکړې سره سم به نور پاکستان د طالبانو د حکومت هیڅ راز دیپلوماتیک ملاتړ نه کوي.

دوی همداراز ویلي چې پاکستان به پر پاکستاني پاسپورټونو بهر ته د طالب چارواکو د سفر د اسانتیا په شمول، طالبانو ته ټول ورکړي امتیازونه له هغوی څخه راوګرځوي.

بیزنس ریکارډر ورځپاڼه وايي چې پاکستان په تېرو څه باندې دوو کلونو کې هڅه کوله چې د طالبانو پر رژیم نړیوال بندیزونه لېرې شي خو نور به دا هڅه نه کوي.

پاکستان په وروستیو کې نه یوازې له افغان کډوالو سره غیرانساني چلند ته زور ورکړی او هره ورځ زرګونه کسان په زوره باسي، بلکې د ترانزیت د موافقو سرغړونه کوي، د افغان سوداګرو مالونه یې ولجه کړي او د دیمرج په نوم مالیې پرې لګوي.

3 COMMENTS

  1. زه ګومان کوم که پاکستان حتی مولانا فضل الرحمن چې تر ټولو پاکستانیانو ډیر یې د افغانستان په تخریب کې برخه اخیستي ده هم د افغان په نوم د حکومت مشری کوي پاکستان به بیا هم ورسره مخالف وي. پاکستان یوازې ډیورند نه بلکې د ټول افغانستان داسې قبضه کیدل غواړې چې د افغانستان نوم باید څوک وانه خلي، دوئ د افغانانو خپلواک هیواد باید د نقشې له مخې ایسته کړي. خو طالبان به اوس په ځان پوه شوي وي چې پاکستان د ورور او انصار په نوم له دوئ څخه څه ډول ناوړه استفاده وکړه. اوس هم پاکستان کولای شي په دوۍ هرڅه ومني ځکه د طالب مشرانو کورنۍ خپل او خپلوان او په میلیونونو شتمنۍ هالته ورسره یرغمل او پاته ده. دوئ نه شي کولای چې په اسانۍ ځان له یرغمل کیدو او شتمنۍ یې له هغوئ څخه وژغوري. وړاندې کلونو کې يي په کراچۍ کې د اختر محمد منصور شتمنۍ ور ضبظ کړه اوس د نور شتمنۍ هم له ورته برخلیک سره مخ دي. که چیرته د پاکستان غوښتنو ته غاړې کینږدي له دوئ سره به سخت چلن وکړي. آن بله لاره یی هم ښايي د بي پیلوټه الوتکو په واسطه هم د دوئ د مشرانو په تیره بیا د هغوو کسانو چې نومونه يي په تور لیست کې دی د له منځه وړلو اقدام یې وکړي. او اعلان به يي هم داسې وکړي چې فلانی او فلانی…د پاکستان د طالبانو د تحریک له څو غړو سره وژل شوی.
    ځکه طالب د پاکستان د بی پیلوټو له بریدونو خوندي او مصون نه دی. نه یی د مخنوي کوم وسایل په لاس کې لري..

  2. یا ایهاالمنافقینو ! تاسو څه وخت له افغانستان او افغانانو سره ښه کړیدي ، چې اوس یې نور نه کوئ ؟
    خدای ته وګورئ ! نور افغانانو سره ښه او بد پرېږدئ . تاسو مونږ سره ښه مه کوئ ، له ښو او بدو مونږ تېر یو.

  3. ګرانه شهاب جانه،
    ضياء الحق :
    پاکستان په خپل ګاونډ کې خپلسري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
    ضیاء الحق :
    افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.
    ډګروال محمد يوسف چې په هماغه وخت کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال عبدالرحمن سکرتر وو په خپل کتاب (د خرس تلکه) کې ليکي:
    يوه ورځ جنرال اختر عبد الرحمن تلېفون راته وکړ او ويې پوښتل، چې همدا اوس د امريکا سفير چېرته دی؟

    https://www.scribd.com/document/438624608/%D8%AA%D9%84%DA%A9-%D8%AE%D8%B1%D8%B3-pdf

    ستاسې خبره درست او پرځای ده. دا کتاب راکښته کړه او ويې لوبه، شه به پرې پوشئ.
    پاکستان د ډيورنډ لاين مساله کې نه دی هغوی خپل سرحد د آمو سيند ګڼي. مانا دا چې د ټول افغانستان هضمول يې موخه ده.
    د روسانو د وتلو په وخت کې حکمتيار صاحب دا تېروتنه وکړه چې مصالحه يې ونه منله او د پوځ او د آی ايس آی په نغوته يې د زور خبره وکړه چې روسان وځي او موږ کابل په زور نيسو. هماغه وو چې په هماغه شپه له همدې اعلان سره زموږ د سياسي استازولۍ له موږ څخه واخېستل شو او تر ننه يې نه راکوي، بلکې زور هم راته غږوي.
    همدا خبره مو شل کاله مخکې طالبانو ته هم کوله، خو دوی د حکمتيار په پله روان وو او ويل به يې چې موږ اسلامي نظام راولو او دا هغه کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب