Homeخبرونهد ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان او هند ته د کندهار...

د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان او هند ته د کندهار د انګورو صادریدل

تاند:( شنبه، د میزان ۶مه) د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وایي، چې سږ کال له کندهار څخه پاکستان او هند ته د ۱۵ میلیونه او ۴۶ زره ډالرو په ارزښت ۲۸ زره ۳۴۳ ټنه انګور صادر شوي دي.

د یادې خونې د مسوولینو په وینا؛ سږ کال له دې ولایت څخه د انګورو صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره ‌ډېر دي.

طالب چارواکو تر دې مخکې د انارو په حاصلاتو کې هم د زیاتوالي خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار په ګډون د بېلابېلو ولایتونو کروندګر او بڼوال وخت په وخت له حاصلاتو، عوایدو او کرنیزو امکاناتو له کموالي شکایتونه کوي او د چارواکو پاملرنه غواړي.

دوی شکایت کوي، چې طالب چارواکي ترې عشر او مالیه اخلي خو د ستونزو حل ته یې توجه نه لري.

طالب چارواکي بیا په دې اړه د ممکنه هڅو خبر ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...