Homeخبرونهترکیې ته د ملا متقي سفر

ترکیې ته د ملا متقي سفر

تاند:( شنبه، د میزان ۶مه) د  طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یوه سفر ترکیې ته تللی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نوموړی به د دغه سفر پر مهال په ترکیه کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړي او یو شمېر افغان سوداګرو سره به وویني.

د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ترکیه له طالبانو سره ښې اړیکې لري او د افغانستان په سفارت کې یې د دوی یو شمېر دیپلوماتان هم منلي دي.

په وروستیو کې د طالبانو د دغه وزیر بهرني سفرونه زیات شوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...