یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت او د ایستو پریکړې ته...

په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت او د ایستو پریکړې ته یې غبرګونونه

تاند:( شنبه، د میزان ۶مه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستو له فشارونو سره هم مهاله، د دغې پریکړې په اړه غبرګونونه دوام لري.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل ویلي چې د افغان کډوالو د جبري ویستلو په برخه کې د پاکستان وروستۍ پرېکړه د بشري حقونو څخه سرغړونه ده او د کډوالو د خوندیتوب، هوساینې او بنسټیزو خدماتو ته د دوی د لاس رسي په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

په ورته وخت کې، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم پر خپل اېکس شبکه د کډوالو د جبري ایستلو په اړه پر پرېکړه نیوکه کړې او ویلي، هغه ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري چې د طالبانو له ظلم تښتي او پاکستان ته کډوال شوي دوی د عزت او ملاتړ حق لري نه د ځورولو.

پاکستان ویلي که له یو عشاریه ۷ میلیونه څخه ډېر دا افغان کډوال په خپله خوښه له دې هیواده ونه وځي نو له د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به یې دوی په وړاندې عملیات پیل کړي.

له پاکستانه په زور او جبر د کډوالو د ویستلو پرېکړه د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له نیوکو سره مخ شوې ده، خو پاکستان د دغې پریکړې پر عملي کیدو ټینګار کړی او ویلي، نرمښت پکې نه شي راوستلی.

په ورته مهال، په کراچۍ کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي چې په دوی کې د سرطان زړه او پښتورګو په ناروغۍ اخته کسان هم شامل دي.

1 COMMENT

  1. د پنجابی اسرائیل ، جاهل ،ظالم او غاصبو حکامو د دی وحشیانه دَرِندګیو پر وړاندی ، مومن افغانان
    دوه اهم کارونه د عکس العمل په ټوګه کولای شی .
    اول ـ د ټولو افغان سرمایه دارانو انتقال افغانستان ته ، او حکومت ته په کار ده چي په فوق العاده
    امتیازاتو هغوی استقبال کړی او ورسره افغان دښمنه کړۍ دی هم تر څار لاندی وساتی تر څو د پردو
    په ګټه آزار او اذیت رامنځته نکړی او لازم تدابیر دِ ونیسی چي اجنبی ملیشی اوضاع اخلال او خنډونه
    ایجاد نکړی .
    دوهم ـ د کنړ او پنجشیر په سیندونو ، بندونه او نهرونه شروع کول د افغانی متخصصینو په استخدام
    او تعاون سره .
    دریم ـ شړل شویو کډوالو ته په همدی پروژو کی کار ورکول او حتی د ځمکو تر ویش مستحقینو ته .
    څلورم ـ د کورنی او نړیوالو روابطو د رغاوی او کمکونو د جذب لپاره بی معنی او سخیف قیودات کوم
    چي علمای امت یی نه منی فوراٙٙ لری کول .
    ورنه د پنجابی غاصب داړونکو اسرائیلی تشډد او وحشت په وړاندی خُنثی او بی تمیزه پاتی کیدل ؛غیرت ،ایمان ، افغانیت او حتی د انسانیت له نفی پرته بله معنی او تعبیر نلری؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی ـ من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب