یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+سویلي افریقا؛ بې بخته خو مزیداره لوبډله! شننه: محمدالله شېرزی

سویلي افریقا؛ بې بخته خو مزیداره لوبډله! شننه: محمدالله شېرزی

مخینه:

سویلي افریقا (SOUTH AFRICA)کریکټ لوبډله، چې په(Proteas) هم یادیږي، په ۱۸مه پیړۍ کې یې کریکټ پیل کړی، چې د دې سیمې خلکو د کریکټ لوبې سره د اروپا ګاونډیتوب په لحاظ ډېره لیوالتیا درلوده او په سیمه ییزه کچه پکې د کریکټ لوبې زور واخېست.

د نوموړې لویې وچې/ هیواد استوګن غریب دي او نژاد یې هم سپین پوستي او تور پوستي دي، چې ډيری وخت یې نژادي مسئلو د نورو برخو ترڅنګ د کریکټ په پرمختګ باندې سیوری غوړولی او مینه وال یې د بې بخته لوبډلې په نوم یادوي او د بخت د وړلو یو عمده علت یې دا هم ګڼلی شو، چې بورډ او کریکټ کې یې داخلي مداخلې شتون لري.

د افریقا کریکټ لوبډلې لباس زرغون رنګ لري او ترڅنګ یې په شل اوریز فارمټ کې له زیړ رنګ سره راښکاره کیږي.

رسمي کریکټ:

 سویلي افریقا لوبډلې په ۱۹۰۹ زیږدیز کال د کریکټ نړیوالې شورا (ICC) څخه بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او په ۱۹۸۹ زیږدیز کال درېیمه لوبډله شوه، چې ټېسټ کریکټ یې پیل کړ او دغه لوبډله د انګستان خلاف پارت الیزابت لوبغالي کې د (Owen Robert Dunell) تر لوبډلمشرۍ لاندې  ولوبیده.

ټېسټ لوبې: دې لوبډلې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د انګستان خلاف په ۱۹۸۹ز کال د مارچ په ۱۲ نېټه د ( St George’s ParkPort Elizabeth) پر لوبغالي ترسره کړه او باید یاده کړو، چې هغه وخت ټېسټ کریکټ ۲ ورځېنۍ لوبې وې.

یوه ورځېنۍ لوبې: افریقا خپله لومړۍ پنځوس اوریزه (یوه ورځنۍ) لوبه د هندوستان خلاف ترسره کړه او دغه لوبه د ۱۹۹۱ز کال د نومبر په ۱۰ مه نېټه د (Eden GardensCalcutta) پر لوبغالي وه.

شل اوریزې لوبې: د شل اوریزو لوبو پیل یې د نېوزېلېنډ لوبډلې څخه کړی، چې د ۲۰۰۵ ز د اکتوبر په ۲۱ نیټه د (Wanderers StadiumJohannesburg) لوبغالي باندې سره مخامخ شوي دي.

ترسره کړې لوبې (ګټل/ بایلل):

  1. د سویلي افریقا کریکټ لوبډلې تردې دمه ۴۶۰ ټېسټ لوبې ترسره کړیدي، چې ۱۷۷ یې ګټلې، ۱۵۸ یې بایللې او ۱۲۵ یې مساوي شویدي.
  2. همداشان یې ۶۶۳ یو ورځېنۍ لوبې کړي، چې ۴۰۵ یې ګټلې، ۲۳۱ یې بایللې، ۶ مساوي شوې او ۲۱ یې بې پایلې پای ته رسیدلې دي.
  • یادې لوبډلې په خپل کریکټ کې ۱۷۱ شل اوریزې لوبې کړیدي، چې له جملې یې ۹۵ ګټلې، ۷۲ بایللې، ۱ مساوي شوې او ۳ لوبې بې پایلې دي.

که لوبیز حالت ته یې وګورو، نو د یادې لوبډلې په دریو واړو فارمټونو کې د بریا سلنه لوړه ده، چې علت یې هم ښه او مسلکي کریکټ کول دي.

ښه لوبیدنه:

پدې برخه کې درسره هغه مالومات شریکوو، چې د سویلي افریقا دپاره ښه لوبیدل په ډاګه کوي.

ټېسټ

  • ډېرې منډې(13206) Jacques Kallis
  • ډېرې سلیزې او نیمه سلیزې(58/45) Jacques Kallis
  • اوږده ملګرتیا (429) JA Rudolph & HH Dippenaar
  • د یوې پاڼۍ زیاتې منډې(311) Hashim Amla
  • د لوبډلې زیاتې منډې (682/6d)
  • ډېرې ویکټې(439) Dale Steyn

پنځوس اوریزې

  • ډېرې منډې(11550) Jacques Kallis
  • ډېرې سلیزې(27) Hashim Amla
  • اوږده ملګرتیا(282) Q de Kock & HM Amla
  • د یوې پاڼۍ زیاتې منډې(188) Gary Kirsten
  • د لوبډلې زیاتې منډې (439/2)
  • ډېرې ویکټې (387) Shaun Pollock

شل اوریزې

  • ډېرې منډې(2277) Quinton de Kock
  • ډېرې سلیزې او نیمه سلیزې(6/2) David Miller
  • اوږده ملګرتیا(174) DA Miller & Q de Kock
  • د یوې پاڼۍ زیاتې منډې(119) Faf du Plessis
  • د لوبډلې زیاتې منډې (259/4)
  • ډېرې ویکټې(76)  Tabraiz Shamsi

نړیوال ریکارډونه:

یاده لوبډله یوه افسانوي لوبډله ده، چې د کریکټ نړۍ زیات ریکارډونه له دوی سره دي او ځینې يې په لاندې ډول راوړو:

  • په یوه ورځنیو لوبو ستر هدف (438–9 in 49.5 overs) د اسټرالیا پر وړاندې پوره کول
  • په شل اوریزو لوبو کې ستر هدف (259/4) د ویسټ انډيز پر وړاندې پوره کول
  • د کریکټ نړۍ لومړۍ لوبډله ده، چې په نړیواله درجه بندۍ کې په یوه وخت دریو واړو فارمټونو کې لومړی مقام ترلاسه کوي
  • د مارک بوچر لخوا تر ټولو زیات (۹۵۲) کیچونه اخېستل
  • د ویکټ ساتونکي په توګه د مارک بوچر له لورې تر ټولو زیات (۹۹۸) لوبغاړي له منځه وړل
  • د ډیویلیرز له لورې د یو ورځینیو لوبو په ۳۱ توپونو تیزه سلیزه
  • د یوه ورځینو لوبو نړیوال جام کې د ۴۲۸ منډو ستر هدف ټاکل
  • د یوه ورځینیو لوبو نړیوال جام کې د یوې لوبډلې د دریو توپ وهونکو سلیزې کول
  • د یوه ورځینیو لوبو نړیوال جام کې د انګستان پر وړاندې تر ټولو ستر هدف (۴۰۰) ټاکل

که ولیدل شي، سویلي افریقا په مختلفو دورو کې افسانوي کریکټران لرلې دي، چې د هیواد د بریاوو ترڅنګ یې تر ډېره مینه وال په مسلکي او حیرانونکي کریکټ سره خوشاله ساتلي دي لکه ګریم سمېت، مارک بوچر، جاک کالېس، ګیري کریسټن، شان پولاک، هاشم املا، اې بي ډیویلیرز، فاف ډوپلیسیس، ډیل سټېن، مورني مورکل، جي پي ډومني، کوینټن ډیکاک، کاګیسو رباډا، ډېوېډ مېلر، هېنریک کلاسن او داسې نور.

ستر ایوېنټونه او لوبیدنه:

سویلي افریقا لوبډله تر ډېره د بې بخته لوبډلې په نوم یادیږي، چې تر ډېره حده دغه خبره دقیقه هم ده، ځکه د نړیوالې شورا په سترو سیالو (نړیوالو جامونو) کې د وړاندې تګ څخه په داسې ځای کې ووځي، چې مینه وال هک حیران کړي لکه د باران وریدل، د وړو ټیمونو له لورې ماتیدل، کم رنز رېټ…

په ۱۹۹۲ نړیوال جام کې ورته په ۱۳ توپونو ۲۲ منډې پاتې وې، خو باران یې لوبه یووړه. په ۱۹۹۶ کال جام کې یې نیمه منځ لوبو (کوارټر فاینل) کې لوبه کمزورې لوبډلې ته بایلوده، په ۱۹۹۹ چمپین کې یې په ګروپي ډول نیمه پای لوبه کې اسټرالیا سره مساوي شوه، خو استرالیا ته د ګروپ مخکیوالي په اساس لومړیتوب ورکړل شو او دوی بیا پاتې شول.

په ۲۰۰۳ نړیوال جام چې په افریقا کې کیده، د تجربه لرونکو لوبغاړو په تګ سره د ګریم سمېت په لوبډلمشرۍ کې د باران مل ګروپ سټېج کې پاتې شول او وړاندې تګ یې ونشو. همداشان یې په ۲۰۰۷ کال نړیوال جام کې انګلېنډ، ویسټ انډيز، ایرلېنډ، سکاټلېنډ او سریلانکا ته ماتې ورکړې، خو د استرالیا، نیوزېلېنډ او بنګله دیش څخه یې وبایللې، چې د استرالیا څخه په ۷ ویکټو ماته یې بیا د کم رنز رېټ بخت رابیدار کړ او له وړاندې تګ پاتې شول.

په ۲۰۱۱ نړیوال جام کې بیا په نیمه منځ لوبو کې د نیوزېلېنډ له لورې ماتې سره مخ شوه، خو جالبه لوبه یې ۲۰۱۵ نړیوال جام کې نیمه پای لوبه کې نیوزېلېنډ ته د ډوپلیسیس، میلر او لوبډلمشر ډیویلیرز د زبردستې توپ وهنې پرمټ ۲۹۸ هدف ټاکل وو، چې د سټين په شتون کې د وروستي اور په ۵ توپ د اېلېټ ۸۴ ناسوځیدلو منډو په ترسراوي، سرې سترګې له میدان ووتل.

دا لړۍ روانه ده، په ۲۰۱۹ جام کې یې د سر لوبې بایلودې او د وړاندې تګ څخه پاتې شول. شل اوریز جامونه یې هم د همداسې حماسو ډک دي، چې ۲۰۲۰ جام کې یې د بنګله دېش څخه په کم رنز رېټ سره ګټلو پر وجه ګروپ کې انګلېنډ له ځانه مخکې کړ او ۲۰۲۲ جام خو یې داسې پیل کړ، چې وړاندوینې په حقیقت بدلیدونکې وې، خو بې بختۍ یې بیا ملګرتیا وکړه او وروستۍ لوبه یې نیدرلېنډ ته بایلوده او د نیمه پای لوبو ووته او پاکستان یې ځای ناستی شو.

په خلص ډول یې د چمپین ټرافۍ، پنځوس اوریزو جامونو او شل اوریزو جامونو کې لوبیدل داسې وړاندې کوو، چې په ۱۹۹۸ کال د چمپین ټرافۍ اتلولي یې خپله کړې او نورو ټولو برخو کې د نیمه پای لوبو پورې تللي دي، خو د ګټې جام له ځان سره نه لري.

دا یې هم په لاندې جدولونو کې ترسره کړې لوبې مشاهده کولی شئ:

پایله:

که دا لیکنه را لنډه او خلص کړو، نو ویلی شو چې دا یوه ډېره زبردسته لوبډله ده، خو یواځې د بخت نه یاري، توکم پالنه، په مهمو وختونو کې د سینیر لوبغاړو تقاعد اخېستل او یو شمېر نورې ستونزې دي، چې دوی یې د سترو ایونټونو د ګټلو څخه راګرځولي دي او ترڅنګ یې د کریکټ نړیواله شورا کې هم قدرت زیات نه دی، چې په ډيریو وختونو کې یې حقوق نورو لوبډلو ته ورکړل شوی دي.

سویلي افریقا که سترې سیالۍ نه ګټي، خو د لوبلړیو ګټل یې بې ساري دي، ښه بیرته راتګ کوي او تر ډیره په جذابو لوبو سره د مینه والو تنده ماتوي، خو ځینې وخت بیا په ځان هم کانې کوي او له وړو ټیمونو ماته خوري لکه د نېدرلېنډ څخه په ۲۰۲۲ شل اوریز جام او ۲۰۲۳ پنځوس اوریز جام کې او ویلی شو، چې سویلي افریقا لوبدله؛ بې بخته، خو مزیداره لوبډله ده.

دغه لوبډله د نړیوالې شورا په نوملړ کې غښتلو لوبډلو سره ځای لري او ډيری وختونه د ټېسټ، پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو جدولونو کې تر لومړي مقام راغلې ده. اوس مهال د کریکټ په نړیواله درجه بندۍ کې په ټېسټ کې (۴) یوه ورځینیو لوبو کې (۴) او شل اوریزو لوبو کې (۵) مقام له ځان سره لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب