تاند (شنبه، د عقرب ۶ مه) د بلوچستان ایالتي حکومت وايي، د پاکستان د ملي احصایې ادارې (نادرا) په دغه ایالت کې ۷۰ زره پاکستاني شناختي کارتونه په دې شک چې افغانانو په جعلي ډول ترلاسه کړي، تشخیص کړي دي.
د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي نن (جمعه) د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل، نادرا اوس د دغو مشکوکو شناختي کارتونو په اړه څېړنه کوي.
اکثره مشکوک کارتونه د بلوچستان ایالت په چمن او قلعه عبدالله پورې تړاو لري.
د نادرا یا د پاکستان د ملي احصایې د ادارې له لوري د خلکو د شناختي کارتونو په اړه پلټنې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پروګرام برخه ده.
پاکستان اعلان کړی چې باید ټول بې اسناده افغان کډوال د روان اکتوبر تر پایه ووځي کنې پر ضد به یې اقدام وکړي.
پاکستان له وړاندې څخه د اسناد لرونکو او بې اسنادو افغانانو ځورونې او نیونې پیل کړي دي.
چې د مولوی کبیر، ملا یعقوب، ملا برادر ،ملا محمد حسن او نورو کورنۍ به را وباسي او که هغوئ په قانوني کډوالو کې حساب دي. اوس خو په وطن کې امنیت دی. نو کورنۍ یې ولي هالته د ملګرو ملتو او په تیره بیا د اروپایی او امریکايي کلیساوو مرستو او راشنونو ته پرتې دي.