تاند:( شنبه، د میزان ۶مه) د ترکیې یوې موسسې د کابل په وزیر اکبرخان تپه کې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په غوښتنه د طالبانو د تحریک د موسس ملا محمد عمر په نوم، د بیت المقدس قبة الصخره ته ورته یو جومات جوړ کړ.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، دغه جومات په ۲۷۰ مربع متره ځمکه کې د ۱۲۰ زره امریکايي دالرو پر لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۳۵۰ لمونځ کوونکي پکې ځاییږي.
سراج الدین حقاني د یاد شوي جومات د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دغه جومات له فلسطین او الاقصی سره د مسلمانانو په تېره بیا د افغانانو د مینې له کبله د قبة الصخری پر بڼه جوړ شوی دی.
د جومات د جوړونکي ترکي موسسې مشر ویلي، چې د نورو داسې جوماتونو د جوړولو پلان هم لري.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې په سلګونه نوي جوماتونه جوړ شوي.
خلک نیوکه لري، چې دوی ټول تمرکز د جوماتونو پر جوړولو کړی او ډېر مهم لومړیتوبونه یې له پامه غورځولي دي.
جومات د نه د بیت المقدس په نوم کوي ، که رښتیاد دغه ددجال لښکرې جهاد اصلي جهاد کوي ولاړ د سي دغه جهاد که دوۍ ولاړ سي د لعنتي یهودو په ضد د خیبر د غزا سره برابر ده . جومات په نوم کول دغه ددوۍ سپیګانې بله علامه ده د کباړیانو سوډرانو 😡