Homeخبرونهکندهار کې د میرویس نیوکه او احمد شاه بابا د مقبرو د...

کندهار کې د میرویس نیوکه او احمد شاه بابا د مقبرو د بیارغونې چارې پیل شوې

تاند:(جمعه، د میزان ۱۴مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه په کندهار کې د درېیو تاریخي آبدو (میرویس خان نیکه د مقبرې، د لوی ټولواک احمدشاه بابا کور او مقبرې) د بیارغونې چارې رسماً پیل کړې.
په دې غونډه کې ملا خيرالله خیرخواه وویل، د دوی حکومت د تاریخي اثارو ساتنې ته پوره ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه زموږ هغه اتلان دي، چې تر اوسه د افغانانو زړونو کې ځانګړی ځای لري، دوی د بهرنيو یرغلګرو په ماتولو افغانانو ته زرین تاریخ پرېیښی.

خیرخواه همداراز وویل، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي اثارو بیارغونه شوې ده، پر ځینو عملاً د بیارغونې کار جریان لري او پر ځینو به په راتلونکي کې پیل شي.

طالب چارواکو د دغو آبدو د بیارغونې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د دوی د تېرې واکمنۍ برعکس، فرهنګي او تاریخي ارزښتونو ته پاملرنه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...