یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کډوالو چارو آتشې د افغان کډوالو له مرستیال کمیشنر سره وليدل

د کډوالو چارو آتشې د افغان کډوالو له مرستیال کمیشنر سره وليدل

خبریال: داوود جبارخېل:
په پېښور کې د افغان کمونسلګرۍ د کډوالو چارو آتشې ريس قاري نيازمحمد عارف پرون (پنجشنبې) د پاکستاند افغان کمیشنرۍد منيت برخې له مرستيال (سرپرست) کمیشنر حيدرعلی خان سره د هغه په کاري دفتر کې ولیدل.
د يادې ليدنې عمده موخه د افغان کډوالو اوسنی وضعيت او په دې وروستيو کې د پاکستاني چارواکو له لوري د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو موضوع وه.
همداراز د کډوالو چارو آتشې له مرستيال کمیشنر څخه غوښتنه وکړه چې لومړی بايد د پوليسو او امنيتي ادارو له لوري د S-PoR او ACC کارت لرونکو افغان کډوالو  ځورونې او ربړونې سمدلاسه ودرول شي ځکه چې د دوی د قانوني ميشتېدنې او حقوقي مصؤنيت په اړه کابينې پرېکړه کړې ده.
دويم: د پاکستاني چارواکو له لوري چې د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه شوې ده، بايد له سره پرې غور وشي او د يو منظم پلان له مخې افغان کډوال په باعزته توګه خپل هيواد ته ستانه کړای شي او د ايستلو په پروسه کې يې د آزار او ځورونې څخه جدي مخنيوی وشي.
دريم: کد هغو افغان کډوالو په اړه دې، چې تذکرې نه لري او د تورخم له لارې خپل هيواد ته ستنيږي، پر يو ګډ ميکانيزم کار وشي، ځکه د تورخم چارواکي پرته له تذکرو اجازه نه ورکوي چې افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه شي.
 همداراز دوی پرېکړه وکړه چې د مرستيال افغان کمیشنر په مشرۍ يو ګډ کنټرول روم رامنځته شي چې (۲۴) ساعته به خلاص وي ترڅو هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لکه S-POR او ACC کارتونه لري، له پوليسو او امنيتي ادارو سره يې په هم مهاله توګه ستونزه حل کړي او د ځورونې څخه يې مخنيوی وشي چې شميره يې په لاندې ډول ده.
کنترول روم نمبر.  0919217080
همداراز نوموړي د کډوالو چارو آتشې غوښتنې پرځای وبللې، ثبت يې کړې او ژمنه يې وکړه چې له خپلو مقاماتو سره به يې شريکوي ترڅو د افغان کډوالو هر اړخيز مصؤنيت تضمين او د ځورونې او ربړونې څخه يې مخنيوی وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب