یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه

د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۱۳مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي د ټرانس هماليا فورم درېیمې ناستې په څنډه کې د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني سره وکتل.
د نوموړي د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، د افغان سوداګرو او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو اوږدې خبرې وکړې.
تکل زیاته کړې:« د بهرنيو چارو وزارت سرپرست پاکستاني لوري ته په ډاګه کړه چې منفي رسنيزې څرګندونې، د ترانزیټ او تګ راتګ پر وړاندې ستونزې پیدا کول او د افغان کډوالو ځورول پر دوو اړخيزو اړيکو او دواړو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت اغېز پرېباسي«.
نوموړي زیاته کړه، چې دا ډول پرېکړې او اقدامات باید په ژور فکر او سړه سینه وشي.
پاکستاني لوري ټينګار وکړ چې د اختلاف وړ مسايل د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

پاکستان د سې شنبې په ورځ وویل چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دا کسان باید د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ووځي کنه په زوره به وایستل شي. 

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي چې د پاکستاني پوليسو له لوري يو شمېر افغانان له نيولو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.

د اکتوبر په ۳مه دغه سفارت په خپله رسمي ايکسپاڼه (پخواني ټويټر) کې معلومات ورکړي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد پوليسو له لوري د دغه هېواد له نورو سيمو سربېره په مرکز اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د افغانانو نيول او ځورول دوام لري.

د سفارت له خوا په خپاره شوو معلوماتو کې ويل شوي چې د تېرو دوو اونيو راهيسي د پاکستان ترهګرۍ ضد پوليسو په دغه هېواد کې د اوسېدونکو افغانانو خلاف عمليات پيل کړي چې ډېری يې د مهاجرت يا سفر قانوني اسناد لري.

د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان زندانونو ته اچول کیږي.

د پاکستان د نوي موقت حکومت لومړي وزير انوارالحق کاکړ څو اوونۍ وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو چې دوی پلان لري چې شاوخوا يو ميليون افغانان بيرته خپل هېواد ته ډيپورټ کړي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې د پاکستان حکومت حق نه لري چې پرته له کومه معلوم جرم نه افغانان ونيسي او شکنجه کړي.

دا مهال په پاکستان کې درې ډوله افغانان اوسېږي، چې يو شمېر يې د مهاجرت اسناد لري، يو شمېر يې د مسافرت اسناد او يو شمېر تازه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي دي چې لا د مهاجرت اسناد نه دي ورکړل شوي خو د پناه اخيستنې لومړني اسناد لري، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون له مخې يې ټول په قانوني توګه دغلته د اوسېدونې او کار حق لري.

د پاکستان د پوليسو له لوري د افغانانو ځورونه نوې نه ده، خو دا ځل له ځورونې او نيولو سربېره د افغانانو مرموزو وژنو دغلته مېشت افغانان انديښمن کړي دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب