یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: پاکستان مېشتو افغان کورنیو د پاکستان دفاع ته قرباني ورکړې،...

عباس ستانکزی: پاکستان مېشتو افغان کورنیو د پاکستان دفاع ته قرباني ورکړې، پاکستان یې پوروړی دی

تاند:( جمعه، د میزان ۱۴مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه وایي، چې دغو کډوالو کورنیو د پاکستان د دفاع لپاره قربانۍ ورکړې او پاکستان یې پوروړی دی.

نوموړي پرون په یوه غونډه کې د پاکستان اوسنی سرپرست حکومت په افراطي کړنو تورن او له چارواکو یې وغوښتل، چې پر دوی د نیوکو په برخه کې د کلام عفت مراعت کړي.

دغه طالب مقام په ورته مهال د پاکستاني چارواکو هغه ادعا رد کړه، چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال یې په ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو تورن کړي.

د هغه په وینا، د پاکستان په زندانونو کې د افغان مېرمنو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو بندیانېدل، د زغملو نه دي.

عباس ستانکزي وویل: «دا نشو زغملی چې زموږ مېندې او خویندې دې په زندانونو کې وي.»

نوموړي پاکستان ته په خطاب کې وویل: «که د افغانانو مرسته نه وای، پاکستان به اوس د روس مستعمره وه. افغانانو تل پاکستان سره ښه کړي دي، خو پاکستان یې په بدل کې تل د افغانانو پښې وهلې دي او ظلم یې کړی دی.»

په ورته مهال پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي د ټرانس هماليا فورم درېیمې ناستې په څنډه کې د پاکستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني سره وکتل.
د نوموړي د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، د افغان سوداګرو او په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو اوږدې خبرې وکړې.

پاکستان د سې شنبې په ورځ وویل چې شاوخوا یو میلیون او درې اویا زره غیرقانوني افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي او دا کسان باید د نومبر تر لومړۍ نیټې له پاکستانه ووځي کنه په زوره به وایستل شي. 

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي چې د پاکستاني پوليسو له لوري يو شمېر افغانان له نيولو وروسته په مرموز ډول وژل شوي دي.

د اکتوبر په ۳مه دغه سفارت په خپله رسمي ايکسپاڼه (پخواني ټويټر) کې معلومات ورکړي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد پوليسو له لوري د دغه هېواد له نورو سيمو سربېره په مرکز اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د افغانانو نيول او ځورول دوام لري.

د سفارت له خوا په خپاره شوو معلوماتو کې ويل شوي چې د تېرو دوو اونيو راهيسي د پاکستان ترهګرۍ ضد پوليسو په دغه هېواد کې د اوسېدونکو افغانانو خلاف عمليات پيل کړي چې ډېری يې د مهاجرت يا سفر قانوني اسناد لري.

د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان زندانونو ته اچول کیږي.

د پاکستان د نوي موقت حکومت لومړي وزير انوارالحق کاکړ څو اوونۍ وړاندې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو چې دوی پلان لري چې شاوخوا يو ميليون افغانان بيرته خپل هېواد ته ډيپورټ کړي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې د پاکستان حکومت حق نه لري چې پرته له کومه معلوم جرم نه افغانان ونيسي او شکنجه کړي.

دا مهال په پاکستان کې درې ډوله افغانان اوسېږي، چې يو شمېر يې د مهاجرت اسناد لري، يو شمېر يې د مسافرت اسناد او يو شمېر تازه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ سره ثبت شوي دي چې لا د مهاجرت اسناد نه دي ورکړل شوي خو د پناه اخيستنې لومړني اسناد لري، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د قانون له مخې يې ټول په قانوني توګه دغلته د اوسېدونې او کار حق لري.

د پاکستان د پوليسو له لوري د افغانانو ځورونه نوې نه ده، خو دا ځل له ځورونې او نيولو سربېره د افغانانو مرموزو وژنو دغلته مېشت افغانان انديښمن کړي دي.

2 COMMENTS

  1. په افغانانو باندې ظلم باندې سخت خپه کیږمه منګر چا جې د دې له پاره قرباني ورکړي چې پاکستان د روس مستعمره نه شي، حال يي تر همدې بدترشه، د روس او امریکا په مقابل کې دریدل ورته اسانه وه . خو د ظالم او انګریزي حکومت په وړاندې نه دا چې دریږي نه بلکې هغوئ له قرباني ورکوي. تر دې هم پسې ذلیل شی. همدا دوئ و چې پاکستان يي په افغانستان پلار جوړ کړو. د دوئ اولادونه خو هره ورځ په فیسبوک کې نارې وهی، د عافیی صدیقې له پاره دوعا وکړئ، د اسلامی امت نه غوختنه کوی. خو اوس د افغان ښځو له پاره څوک دوعا وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب