Home+د ملاعبدالسلام ضعیف د ګوانتنامو خاطرې

د ملاعبدالسلام ضعیف د ګوانتنامو خاطرې

تاند- په اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني حکومت د سفیر ملاعبدالسلام ضعیف «د ګوانتنامو انځور» په ایران کې په فارسي ترجمه او چاپ شو.

د ښاغلي ضعیف دا کتاب احمد ترجمان ژباړلی او د ایران مطبوعاتي موسسې خپروندویې ټولنې د «زندګی با طالبان» په نوم خپور کړی دی.

د ایران د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، «زندګی باطالبان» د طالبانو د یوه پخواني جګپوړي غړي ملاعبدالسلام ضعیف د ژوند کیسه ده. د کتاب لیکوال په پاکستان کې د سفارت د دورې او همداراز په ګوانتنامو محبس کې د خپل څلور کلن ژوند خاطرې بیان کړي دي.

عبدالسلام ضعیف خپله کیسه د کندهار ولایت په یوه کلي کې له زوکړې او ماشومتوبه پیلوي او د خپلې مور او پلار یادونه کوي چې د ده په ماشومتوب کې له دنیا ولاړل.

ده په ۱۹۸۳ م کال مبارزه پیل او په دې موده کې یې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد په شمول د جهاد له ډیرو اصلي مشرانو سره ولیدل او همکاری یې ورسره وکړه.

تر دې وړاندې د امریکا د کولمبیا پوهنتون خپرندویې موسسې د ملاضعیف خاطرې «له طالبانو سره زما ژوند» په نوم خپرې کړې وې. دا خاطرې د لندن د ختیځو او افریقايي مطالعاتو د پوهنځي د دوو فارغانو، الیکس سټریک وان لینساني او فلیکس کوهن له لوري په انګلیسي ژبه ژباړل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...