یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ولې به  برتانيا د درېيم نړيوال جنګ د پيل لامل شي؟

ولې به  برتانيا د درېيم نړيوال جنګ د پيل لامل شي؟

حميدالله بسيا
مارجوري تيلور ګرين Marjorie Taylor Greene چې د امريکا د کانګريس غړې ده تېره ورځ په اېکس (پخواني ټويټر) کې په يوه ټويټ کې ليکلي دي چې اوکراین ته د برتانوي ځمکنيو سرتېرو سره به لندن ،د نړۍ هېوادونه درېيم نړيوال جنګ ته لا ورنږدې کړي او ددې جنګ لامل به شي او امریکا نه غواړي په داسې يوه شي کې ګډون وکړي نوموړې دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د انګلستان نوي دفاع وزير ګرانټ شاپس وویل چې د اوکرايني ځواکونو د زده کړې او تربیې لپاره به تازه برتانوي ځواکونه اوکراین ته ولېږي. او د روان کال ترپايه به ۳۰ زره اوکرايني سرتېري وروزي ترڅو له روسيې سره په جنګ کې ترې استفاده وکړي خو ځينې نور د سياسي او نظامي چارو څېړونکي بيا داسې انګېري چې ګويا دا ځواکونه د نظامي زده کړو په نامه د اوکراین جنګ ته لېږي ځکه چې معلومېږي اوکراین په جګړه کې د انساني ځواک له کمبود سره مخ دی .
د برتانيا دولت په خپلو ناټو متحدينو له يوې خوا او امريکا له بلې خوا فشار راوړي چې له اوکراین سره نظامي مرسته وکړي چې د روسيې په مقابل کې قوي پاتې شي او په يو ډول غواړي دا اور بل وساتي، تېره ورځ د نګلستان د باندينو چارو وزير وويل: له اوکراين سره د  لويديځو هېوادونو ملاتړ سخت دی خو هغه وخت چې دوه زړي او زړه نازړه شو دا ملاتړ لاپسې سخت تر کېږي او دردناک کېږي. او ان د ټيګلراف د راپور له مخې د اروپايي هېوادونو او په ځانګړي ډول برتانيا له اوکراین سره د وسلو دومره کومک کړی دی چې اوس خپله د وسلو له کمبود سره مخ دي او ددې په اړه اندېښمن دي چې د خپلې دفاع لپاره څه شي نه دي ورپاتې . د برتانيا يوه لوړپوړي چارواکي تېره ورځ له ټيليګراف سره په خبرو کې وویل چې اوکراين ته هر ټانک او هرې وسلې په ورکولو سره موږ د يوه ټانک او يوې وسلې له کمبود سره مخ کېږو.
برتانيا او ددې هېواد سياستمداران چې په نړۍ کې له سراليون څخه تر عراق، کوزوو ، افغانستان او اوکراين پورې په جنګونو کې فعال رول درلود او لري یې؛ او د افغانانو په اصطلاح انګليس د شيطان کور دی او غواړي چې دوه هېوادونه او دوه ملتونه په خپل منځ کې په جنجال سره اخته وساتي  ، او د اوکراین په جنګ کې له امريکا وروسته د اوکراین دويم ستر مالي او نظامي ملاتړ کوونکی دی په داسې حال کې چې د انګلستان اقتصادي وضعيت یې ورځ تر بلې خرابېږي او د (ای ، ايم ، ايف) د راپور له مخې په نږدې راتلونکې کې به انګلستان له ځورونکي اقتصادي رکود سره مخ شي او په (جي سيون) هېوادونو کې به یې درجه ۷ ته راټيټه شي.
همدارنګه له دې امله هم برتانیا د اوکراین کې د جنګ د روان ساتلو لېواله ده  چې له روسيې سره پخوانۍ دښمني لري غواړي چې په يو ډول روسيه د اوکراین په جګړه کې راګيره او مصروفه وساتي او درګرده لګيا ده خپل متحدين او نور هېوادونه تشويق کوي چې له اوکراین سره مرستې وکړي او دا جګړه په پردۍ خاوره کې د پردي سرتېري له اوږې په دښمن ډزونه دي چې امریکا، برتانيا او نورو اروپايي هېوادونو ته پکې له مالي تاوان ماسوا بل هيڅ تاوان نه رسېږي.

2 COMMENTS

  1. د ښاغلی بسیا صاحب د پورتنی ښکلی لیکنی څخه په مننی سره یو څو ټکی:
    ۱ – زه د څو څلویښت کلونو راهیسی په یورپ کی اوسیږم. یورپ خصوصاً شمالی یورپ د نظم او قانون او ډسپلین او هوسا ژوند یوه نمونه ده. هر ډول اقتصادی او تعلیمی او کاری او طِبی او شُغلی او روزنیز او فرهنګی او کلتوری او حتی مذهبی او…… امکانات د هر چا په خدمت کی دی او هر څوک کولای سی ګټه تری واخلی خصوصاً ځوان نسل.
    ضمناً
    د دموکراسی او عقیدی او فکر د بیان د آزادی په رُڼا کی هر اوسیدونکی حق لری چی هوری او هیسته او دی خوا ها خوا چکری ووهی.
    نو
    دا به هم زما حق وی چی د ایمان او وجدان او بشر دوستی د زینو له لیاری د نورو منظرو د ننداری په موخه د حالاتو لوړ بام ته وخیژم او په مسلح یا غیر مسلح سترګو د لیدلی وضعیت په هکله قضاوت وکړم.
    بلی
    نتیجه:
    د نړی پر اکثریت وګړو د تورتم او لوږی او جهالت او جګړو او مُفلسی او ناروغی د پلید وزَر د غوَړیدو اصلی عاملین همدا غربی جنایتکاران ( د کاناډا او امریکا څخه نیولی تر اروپا او اسټرلیا پوری ) دی.
    امّا
    لکه څنګه چی د تاریخ او سبحانه و تعالی سُنت ښودلی ده هیڅ امپراطوری او هیڅ ظالم قدرتونه تر آخر پوری نه دی پائیدلی او بالآخره یوه ورځ ئی د زور او قدرت ماڼی نړیدلی ده.
    د انګریز پلید تخم او پلید ملت او پلید او خبیث هیواد هم پیړی پیړی مخکی یوه ” لویه بریطانیا ” وه چی ستر ستر جنایتونه او چور او چپاول ئی جوړ کړی ؤ ( البته نن هم لګیا ده او استعماری توطئی جوړوی او عملی کوی) .
    ۲ – پلید انګریز د روس د پر مختګ تګ د خنډ په موخه د شیطانی مثلث ( مارکس، انګلس، لینن ) د ترسیم له لیاری روس ته سخته ضربه ورکړه او وروسته ئی د ” شوروی ” د ځپلو نقشه جوړه او پلی کړه چی البته ددی نقشی اولین قربانی د افغان مظلوم وولس ؤ.
    ۳ – انګریز زموږ په حق کی هم ستر ستر ظلمونه کړیدی ( ډیری کوډی او جادو ئی په موږ کړی دی) .
    د مثال پتوګه
    له یوی خوا ئی د سړی د زوی ( امان الله خان) څخه شین او احساساتی او تلواری لوده جوړ کړ او له بلی خوا ئی ګوډ مُلا او حبیب الله کلکانی او نور ټګان ټګان پیران او ګیلانیان او حضرتان او غُل غُل روشنفکران او ملحدان او کمونسټان او نشنلیسټان او قومی – تباری – فرهنګی ټیکه داران را کی وروزل ( البته تر ټولو ترخه نُسخه ئی د اوسنی متحجر طالب ایجاد او را منځته کول دی کوم چی د خپل مشر میریزی ورور یعنی امریکا په همکاری ئی را منځته کړی او فعّاله او عملی کړیده ).
    ۴ – چیری دی ها بی غیرته او بی شهامته او موسمی او فرصت طلبه چپ او راست روشنفکران او مبارزین ! کوم چی تر پرون پوری ئی چیغی وهلی چی مُلا د انګریز مزدور دی او انګریز د افغان لوی دښمن دی خو نن ورځ همهغه د مُلا او انګریز دښمن ! روشنفکر لکۍ په کونه ننه ایستلی او د انګریز او غرب د ګټو په چوپړ کی ژبه او قلم چلوی.
    ۵ – د اوکراین – روسئی د کړکیچ اصلی عاملین ځینی امریکائیان او ټول انګریزان ګڼل کیږی، لیری به نه وی چی د روسی سپین ایږ د خښم او غضب منګولی د انګریز ستونی ور څیری کړی، نه یوازی د انګریز بلکه د ټول ناټو ادی به پر خرابات ور کینوی.
    سپین سترګی او حِرص هم خپل سرحد لری، انګریز خو بیخی پښی پسی را اخیستی دی ( د اکتوبر فاجعه، د شوروی ماته، د افغان وولس ځپل ور ته د قناعت وړ نه وه او اوس غواړی پر مسکو باندی هم مسلط سی ).
    د انګریز پلار به نور دومره زور ونلری چی د مسکو سره ډغری ووهی او باید پر خپل موجودیت باندی وبیریږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب