دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې یې بودجه زښته کمه...

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې یې بودجه زښته کمه شوې

تاند (دوشنبه،د میزان ۳ مه) د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې په تېره بیا په محرومو او لېرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمات باید دوام وکړي.

دې سازمان په خپله ایکسپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمېدو په صورت کې به میلیونونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې له مرسته والو او شریکانو سره د روغتیا د نړیوال سازمان مشارکت په افغانستان کې د طبي خدماتو د وضعیبت له ښه کېدو سره مرسته کړې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي:«له څو لسیزو بې ثباتیو وروسته وچکالۍ او طبیعي پېښې زیاتې شوي او افغانستان په اوس وخت کې له یوه اوږدمهاله بشري بحران سره مخامخ دی، همداراز میلیونونه افغانان د ډېرې بېوزلۍ له کبله د روغتیايي خدماتو، درملنې او خوړو له کموالي سره مخامخ دي.»

دې سازمان ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال تر پایه پورې د لومړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۲۵ میلیون ډالره اضافي بودجې ته اړتیا لري.

د دې سازمان د راپور له مخې، دوی په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او ۸ لکه ډالره فوري مرستې ته اړتیا لري، حال دا چې د ۲۰۲۱ تر اګست مخکې ۱۸ میلیونه او ۴ لکه تنو دې ډول مرستو ته اړتیا لرله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب