دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد اتریش د ازادۍ ګوند غړیو وویل، د افغانستان وضعیت هسي نه...

د اتریش د ازادۍ ګوند غړیو وویل، د افغانستان وضعیت هسي نه دی چې رسنۍ یې ښيي

تاند (دوشنبه، د میزان ۳ مه) د اتریش د ازادۍ ګوند څو مخکښو غړیو په کابل کې د طالبانو د حکومت له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان حالات تر هغه څه ښه وبلل چې رسنۍ یې ښيي.

د اتریش د ازادۍ ګوند د خپل هیواد په پارلمان کې ۳۰ او په اروپايي پارلمان کې ۴ استازي لري. دا ګوند په اروپا کې د کډوالو او مسلمانانو په مخالفت مشهور دی.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، امیرخان متقي له هغوی سره په کتنه کې په ویانا کې د افغانانود ستونزو د حل کولو لپاره د قونسلي خدماتو او نورو اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د اتریش د ازادۍ ګوند غړي یوهانیس وویل:«په خواشینۍ وایم چې د افغانستان اوسني حکومت چې په ټول هیواد کې بشپړ امنیت راوستی او د څو لسیزو جنګ – جګړې یې پای ته رسولي، لا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی.»

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال ویاند ضیااحمد تکل په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي:«د ازادۍ ګوند غړیو په خپلو خبرو کې د افغانستان وضعیت تر هغه څه ډیر ښه وباله چې دوی افغانستان ته تر راتګ وړاندې د دې هیواد په اړه په رسنیو کې اوریدلی و.»

د حافظ ضیااحمد تکل په وینا د اتریش د ازادۍ ګوند غړیو ژمنه وکړه چې د افغانستان د اوسني وضعیت حقیقي تصویر به اروپایانو ته وښيي اوهلته به یې د اروپايي اتحادیې له چارواکو، غړیو او خلکو سره شریک کړي.

3 COMMENTS

  1. دا د ازادی ګوند ندی بلکه هتلری ګوند دی او د خارجیانو ( اسیائیو او افریقائیو ) سخت ضدناکه او نفرت لرونکۍ ګوند دی ، طبعآ ددی خصوصیاتو لرونکۍ ګوند باید دداسی وحشی او جاهل ګروپ ملاتړی وی ، لعنت په دواړو غیری انسانی ګروپونو باندی!!!!

  2. هيتلريانو به ويل چې اروپا د اروپايانو لپاره ده نه د نورو لپاره چې موخه يې تور ويښتان والا ول.
    اوس هم دا ډله فعاليت کوي او د مسلمانانو سرسخت مخالف دي او په هر ځای کې يې چې پرې وسه ورسيږي، نو د تورو ويښتانو والا ډېر سخت وي. په چا يې پښتۍ ماتې کړي وي او په چا يې بوزه ماته کړي او د چا د سترګو ګاټو ته يې سخت زيان رسولی وي چې دا کړنه په حقيقت کې له ځآنمرګي کړنې ورته ده، بلکې ترې لا بدتره ده.
    دلته ورته په اروپا کې ورته متعصب يا raciest وايی او دې ډول کړنو ته هڅول کيږي او ملاتړ يې کيږي.

  3. دوی ځکه د امارت صفت کوی چې وضعیت نورمال وښيي او خپل حکومتونه د مهاجرو له منلو منع کړی او د افغانستان دننه هم خلکو ته ډاډ ورکړی او لا اضافه په خپل تبلیغ سره غواړی مهاجر شوی افغانان بیرته هیواد ته ستنیدو ته وهڅوی
    لنډه دا چې هر سړی یو مقصد لری . هیڅوک د افغانانو له غمه ندی مړه. ترڅو په خپله افغانان د ترقی، تعلیم، آبادی، وطن ته خدمت کونکو متعهدو، د مسلکی او تخصص لرونکیو مدیرانو، مهارت لرونکو کدرونو لاس ته ورنشی په فعلی وضعیت دا وطن د بربادی خواته روان دی، تعلیم بند، لاری بندی مطبوعات بند او بیکاری، له وطنه تېښته، مرموز قتلونه اوفقر ښه پریمانه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب