افغان لوستي کادرونه هیواد او ملت ته د خدمت لوی مسؤولیت لري او ډېر څه کولی شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته دغه کادرونه په شدیدو لفظي جګړو او حتی تعصب او نفرت خپرولو بوخت شوي دي.
د خدمت یوازنی فرصت سیاسي بست او سیاسي مبارزه نه ده. له نورو لارو هم هیواد، ولس او بشریت ته لوی خدمت کیدای شي. باید د شرایطو له بدلون سره نوې لارې ګودرې هم ولټول شي او ګټه ترې واخیستل شي.
د بشري پرمختګ دا لوی کاروان چې د ډبرې له پیر څخه د اوسني روښان تمدن مرحلې ته رسېدلی دی، تر ټولو مهمه برخه پکې زیارکښانو (بزګرانو، بڼوالو، ښکاريانو او کارګرانو) لرلې ده. د بدلون او بهبود پر لور د کاروان مشري عالمانو او کاشفانو کړې، د کاشفانو کشفونه سوداګرو او تجارانو تر خلکو رسولي دي، دولت او حکومت ورته د امنیت او قانون حاکمولو له لارې زمینه سازي کړې ده، دین یې معنوي پرمختګ هڅولی او روزلی دی او شعر و ادب و هنر یې عاطفه او احساسات روزلي دي.
عالم نوې نظریه ایجاد کړې ده، کاشف او مخترع د ژوند د اسانتیا نوي وسایل جوړ کړي دي، او سوداګر او تجار بیا دغه نوي وسیله کور په کور، کلي په کلي او بانډه په بانډه خلکو ته رسولې ده. البته دولت او حکومت د امنیت ټینګولو او قانون حاکمولو له لارې ټولو ته د دغو کارونو زمینه جوړه کړې ده. شاعر او ادیب د عواطفو او احساساتو د روزنې له لارې کله د انساني همدردۍ او کله د وطن یا بل ټولنیز پیوند سره د مینې د لا ټینګښت لپاره احساسات راپارولي او روزلي دي. دینونو انسان ته د ژوند معنوي بُعد رامخې ته کړی دی او ورته ویلي یې دي، چې شتون او ژوند یې مسؤلانه دی، باید د ځان او نورو په وړاندې په مسؤلانه ډول د خیر ښېګڼې اعمال تر سره او له بدو ځان وساتي. ټولې کړنې د یو لوی ذات سره وتړي او د یو بل ژوند له تمې او هلته د ښو او بدو اعمالو د سزا او بدلې او د جنت او دوزخ په موجودیت ایمان ولري.
ښه خبره خبره به دا وي چې باسوادان مینه او همدري خپره کړي، او د فکرونو او ذهنونو د سمون کار ته کار ووایي. نفرت خو هسې هم پخپلو کې سره مخالفې سیاسي ډلې او اشخاص خپروي.
په بشري تاریخ کې د اصلاحاتو جریان داسې دی چې لومړی یو نوی فکر رامنځ ته شوی دی، بیا فکر لیکل شوی او/ یا خپور شوی دی، تر هغه وروسته د دغه فکر لارویان او ملګري پیدا شوي دي، او په پای کې دغه فکر تر بدلون، انکشاف او پخیدو، ورورسته پلی شوی دی.
که د فکر ازادي او اهمیت عام شو، بیا هیڅ قوت د اصلاحاتو مخه نه شي نیولی. د نړۍ ټول مثبت بدلونونه د ازادولو پر لور د فکر له بدلونه پیل شوي دي. د فکر خاواندانو ته بویه چې د فکر کولو او لرلو تر څنګ د فکرونو روزلو ته هم پام وکړي.
الفت صاحب ویلي وو چې تر فکر لرونکي، فکر روزونکی غوره دی. سره له دې چې اساس فکر دی، خو په عملي ژوند کې د فکر روزونکی مهمه برخه لري، ځکه دوی نوی فکر زیاتو خلکو ته رسوي.
اوس چې د لوړو زده کړو لرونکي زیات افغانان له هېواده وتلي دي، زیاتره یې په بهرنیو ژبو هم پوهیږي نو د وطن د لېرې والي درد دې په مثبتو کارونو تسکین کړي، د کرکې او تعصب په خپرولو دې دغه دغه درد په ناسور نه بدلوي.
باسوادو افغانانو ته زما وړاندیز دا دی چې:
- د فکر تولیدونکي شي
- د مثبتو فکرونو د روزونکيو په ډله کې هم شامل شي
- له تعصب او کرکې په ډکو هغو بحثونو کې دې نه شریکیږي، چې یوازې زهر شیندي، ټپونه په ناسور بدلوي او د نوښت او خیر رسولو پروسې شنډوي.
که دوی دا پاس کارونه وکړي، په نتیجه کې به د نوو او مثبتو فکرونو او علمي موادو د خپرولو په شریف کار کې برخه واخلي چې په تدریج او اتومات ډول د پرمختګ، عدالت، انکشاف او انساني نیکمرغۍ لپاره لارې خلاصوي. د دې لپاره دې لوستي کادرونه په ځانګړي ډول پښتانه هغه څه وکړي چې کولای یې شي. ځکه کله چې غواړې د ټولنیزو، ساینسي، معلوماتي، دیني او ادبي موضوعاتو په باب یو څه پیدا کړي، په پښتو کې په ندرت پیدا کیږي، البته دري/ فارسي ته سو څه کار شوی دی ـ چې موږ ورته په مثبت نظر ګورو ـ او د زیاتره موضوعاتو په باب پکې مواد پیدا کیږي.
زموږ باسواده کارونه د بېلګې په توګه دا لاندې کارونه کولی شي:
- کتابونه او اثار لیکل
- کتابونه او اثار ژباړل
- موجود ټول پښتو اثار انلاین کول
- موجودې پښتو ویب پاڼې حمایه کول
- نوې ویپ پاڼې جوړول
- حضوري او انلاین زده کړې حمایه کول
- د معلوماتو او پوهې شریکولو انلاین او حضوري فرصتونه ایجادول، فعال ساتل او تقویه کول
کار ډول
- د دغسې روڼ اندي خوزښت لپاره دې یوه طرحه جوړه شي
- طرحه دې تر مشورو وروسته بشپړه شي
- د ټولو هغو اشخاصو نومونه دې لست شي چې په دغه کمپاین کې په خپله خوښه برخه اخلي
- د همغږۍ یو ګروپ دې جوړ شي چې دغه د خیر کار هماهنګ کړي او د دندو د واضح لایحې سره سم کار وکړي.
- داوطلب اشخاص دې د خپل ذوق، پوهې او وړتیا له مخې د یو کار (لیکنې، ژباړې، ویب پاڼې جوړولو، روزنې …..) مسؤولیت واخلي.
- یو کال وروسته به د کار نتیجه وارزول شي. مثبت اړخونه به د لا تقویې لپاره په راتلونکو پروګرامونو کې شامل پاتې شي، نابریالي اړخونه به د زده شوو درسونو په توګه ثبت شي، چې د بیا تکرار مخنیوی یې وشي.
- یو ځوان دې داوطلب شي چې د دې کار هماهنګي په غاړه واخلي او ورو ورو په یو سیستم بدل شي.
محترم شینواری صاحب. تا سو د فکر جوړولو او خپرولو خبر کړی . فکر دا ده چی نجونو او هلکانو ته دی د ښونځیو او پوهنتونو دروازی پرانیستل شی، دا فکر د ویسا او نورو ځوانانو د بندی کیدو، زجر او شهادت په بیه پوره خپور شوی و، خو چی جهل مرکب یی نه منی نو بیا تاسو څنګه دی ته دا جمله لیکلی چې (…کادرونه په شدیدو لفظي جګړو او حتی تعصب او نفرت خپرولو بوخت شوي…) ؟؟
تاسو فرمایلی چی پارسی کی علمی کار شوی کتابونه شته. بلی بیخی یی منو. پنجشیر، هرات، دایکندی، پروان، مزار، بدخشان او بلخ کی پارسی ته کار کید نه انتحاری و نه دمکتبونو تړل و نه انفجار، مګر د پښتنو سیمه چې د پاکستان خواته نږدی وه، ټوله ترهرګرو نیولی وه، د پښتنو سیمه کی کوچنی ماشوم دوه ځایه کید، تعلیم یافته په رڼا ورځ وژل کیدل، ستا په شان کوم پښتون به که تحصیل وکړ ښار ته به را وتښتید بیا به کلی ته نشو تلای. په ښار کی یی هم د ملالی په شان مسلمانی تعلیم یافته ژوندی نه پریښودی نو پښتون به په څه ډول علمی اثار رامنځته کړی وای؟ نصیحت باید هغو ته وشی چی همدا اوس هم د پښتنو سیمو کی مرموز قتلونه کوی . دوی سره شل کاله حوصله وشوه ، د ربانی صاحب، سیاف صاحب، مجددی صاحب او نورو ټولو لخوا ورته پیغامونه ولیږلی شول چې راشی سوله وکړئ وطن کی به وروڼه غوندی اوسو خو دوی د آی.اس ای. منله ، د خپل اافغان ورور یی نه منله، اخر یې دغه ورځ راوستله چی پوهتونونه او مکتبونه یی وتړل . تاسو خو ډیرو موسسو کی کار کړی او ډیر زنانه مو همکارانی وی ایا دهغوی خدمتونه زنانه وو ته څومره دقدر وړ و، خو اوسنی چارواکی زنانه له کور بهر نه پریږدی. دا اوسنۍ خویندی چی ډاکترانی دی دوی پنځه کاله بعد وفات کیږی، که نوی ډاکترانی ونه روزل شی ایا زموږ میندی او خویندی به څنګه تداوی کوو. پاکستان خو هغه وضعیت شروع کړی ایا تا هغه ویدیو نده لیدلی چی افغانی میرمنی چی علاج او تداوی ته ورځی بی ابرو کوی او وهی یی؟ . بسم الله وکړه دغه شانته لیکنه دی چی باسوادانو او د فاسد جمبوریت خلکو ته کړی همداسی لیکنه امارت ته هم وکړه . که فساد و برکتی فساد و د ملا او امی ورځ چلیده. د شلو کلو مخکی کابل دی هیر دی؟ یو دیوال روغ نه و، یو سړک پوخ نه و، هیڅ جومات کی اوبه او برق او فرش نه و شفاخانی او پوهتتون او مکتب خو څه کوی او د جمهوریت اخرکی دا ټول حسابوه څومره کار وشو هیڅ دفتر بی کمپیوتر او بی برق نه و هیڅ جومات بی امام او بی اوبو او بی برق نه و. مفسیدنو زرګونه ځوانان تحصیل ته لیږل، مفسدینو ځانو ته دماڼیو د جوړولو تر څنګ نړیوالی اړیکی باللی، مفسدینو رشوت تر څنګ څوک له مظاهری اوحق غوښتلو او تلویزیون کی له انتقاد نه منع کول ، اخبارونه، مجلی او تلویزونونه او قانون وو راسه اوس وګوره نو باید حق ووایو یوه خبره که جمبوریت والا ته کوو بله باید امارت والاته وکړو ، مهمه داده چی ملت او ولسونه او ستاسو په وینا( پښټون) باندی زړه وسوخو قلموال او کادرونه دی پریښودل شی چی پښتون ځوان او پیغلی ته سبق ووایی . زه د مفسدینو سخت مخالف وم، خو اوس چی ګورم دهغوی په ارمان شوم دا ولی؟
دښادۍ روڼ اندي موشه داوطن خو هم دې روڼ اندو وران کړ ددې وطن په بربادي کې چې څومره مذهبي توند لاري مسٶل دى هم دومره روڼ اندي دي