دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد طالبانو پلاوی د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره...

د طالبانو پلاوی د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو

تاند (دوشنبه، د میزان ۳ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی نن د مسکو په فارمټ کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شو.

د بهرنیو چارو وزارت پر اساس، دا پلاوی به د مسکو فارمټ په نوم په غونډه کې پر ګڼو سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې د امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د مسکو فارمټ په ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.

دا ځل د مسکو فارمټ غونډه د دغه هیواد په کازان ښار کې جوړېږي.

ضیااحمد تکل همداراز لیکلي:« افغان پلاوی به دوه ورځې په مسکو کې وي او وروسته به د روسيې فدراسيون تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته چې مسکو فارمټ ناسته سږ کال پکې د سپټمبر پر ۲۹مه دايرېږي، ولاړشي.»

پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د مسکو فارمټ د جوړېدونکې غونډې داجنډا په اړه وویل، د غونډې تمرکز به پر هغو ننګونو بحث وي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

لاوروف وویل، په دې غونډه کې به د افغانستان د ستونزو د حل کولو لپاره د ګاونډیوهیوادونو اقدامات وڅېړل شي. ده زیاته کړه :«مسکو فارمټ به د مسکو پر ځای په کازان کې دایر شي، موږ هیله لرو په دې خبرې وکړو چې ګاونډي هیوادونه له افغانستان سره د خپلو اوسنیو ستونزو په حل کولو کې څنګه مرسته کولی شي.»

په دې غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو؛ چین، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او پاکستان ترڅنګ د قزاقستان او روسیې او یو شمېر نورو هیوادونو استازي ګډون کوي.

د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ م کال پیل شوې. د دې فارمټ دوې غونډې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته جوړې شوي دي.

2 COMMENTS

  1. دا قدیانی کفار روسی کفارو ته په حرکت کښی دی او اوس دواړه خواوی کفار پخپلو مینځو کښی ډیر نیږدی روابط سره لری !!!

    دا هم کیدای شی چی د خپل شیطان امریکا په هدایت روسانو سره نیږدی اړیکی رامینځ ته شوی وی ددی چټلو کفارو ږیرو څخه د هر ناروا او خائین رفتار توقع کیدۍ شی ځکه دا کفار همداسی مردود تربیه شوی دی !!!!!

  2. مسکو کی همدا اوس هوا ډیره یخه ده بیا د دوی چپلکو ته وګوره څادر خو خیر دی یو سمبول دی لکه د لنډغرو چی پلول وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب