Homeخبرونهطالبان د داعش د ځپلو لپاره د امنیتي کمرو پر امریکايي سیستم...

طالبان د داعش د ځپلو لپاره د امنیتي کمرو پر امریکايي سیستم غور کوي

تاند (دوشنبه، د میزان ۳ مه) طالبان وايي، د افغانستان د ښارونو لپاره یې په لویه کچه د څارنې د یوې شبکې پر جوړولو کار پیل کړی دی.

د دې معنا دا ده چې دوی هغه سیستم بدلوي چې امریکایانو له افغانستانه تر وتلو مخکې جوړ کړی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د داعش پر ضد د دې سیستم په باب یې د چین له هووايي کمپنۍ سره ّم مشورې کړي دي.

د رویټرز د راپور پر اساس، د هغو معلوماتو پر اساس چې د طالبانو او هووايي کمپنۍ ترمنځ له خبرو څخه ترلاسه شوي د نورو ګواښونو ترڅنګ د داعش د حملو مخنیوی، د طالبانو او د امریکا او چین په ګډون د ډیرو هیوادونو د تعامل مرکزي موضوع وه.

رویټرز زیاتوي، ځینې شنونکي د دې پروګرام د عملي کولو لپاره د طالبانو د بې پیسو حکومت پر توان شک ښکاروي او د بشري حقونو ډلو اندېښنې ښکاره کړي چې ممکن طالبان له دې سیستمه د خپلو مخالفانو د ځپلو لپاره کار واخلي.

د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې هم په کابل کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت د امنیتي کمرو د نصب موضوع یاده شوه، خو معلومه نه شوه چې هغه پروژه تر کومه ځایه مخته ولاړه.

په ۱۳۹۹لمریز کال کې د پخواني نظام چارواکو په کابل کې د امنیتي کمرو شمېر یوازې ۳۰۰ ښودلی و.

عبدالمتین قانع رویټرز ته وویل:«د کابل ښار په مهمو ځایونو او واټونو کې د ګڼ شمېر کمرو نصب د یوې نوې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده چې بشپړتیا به یې څلور کاله وخت وغواړي.»

ده زیاته کړه:«حاضردمه د کابل پر امنیتي نقشې کار کوو چې د امنیتي متخصصانو له لوري د بشپړېدو په حال کې ده او دا ډېر وخت غواړي. موږ اوس دوې نقشې لرو، یوه د امریکا له لوري د مخکیني حکومت لپاره او دوهمه د ترکیې له لوري.»

ده د ترکیې د نقشې د جزییاتوپه اړه څه ونه ویل.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت یوه استازي رویټرز ته وویل چې واشنګټن له طالبانو سره شراکت نه کوي او طالبانو ته یې دا خبره کړې چې دا د دوی مسوولیت دی چې په افغانستان کې تروریستانو ته د خوندي پناهځای نه ورکول تضمین کړي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل، طالبانو په اګست کې د چین له هووايي کمپنۍ سره لنډې خبرې وکړې، خو کومه موافقه یې لاسلیک نه کړه.

ده تېره میاشت ویلي و: «همدا اوس په کابل ښار او نورو مهمو ځایونو کې څه باندې دوه شپېته زره کمرې په ظاهري بڼه نصب شوي. ممکن د پټو کمرو شمېر تر دې زیات وي. دا کار د کابل او نورو ولایتونو په ټولو مهمو او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې شوی، لکه د تګ راتګ پر لارو، هوایي ډګرونو، سرحدونو او ګمرکونو کې، ټولو دغو ځایونو کې امنیتي کمرې نصب شوي دي.»

د څارنې کمرې په ټوله نړۍ کې کارول کېږي او انټرنېټي معلوماتو له مخې چین کې یې شمېر ۷ سوه میلیونو او د امریکا په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۷۰ میلیونو ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...