شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۶ میاشتو کې د کابو ۷۶۰ میلیون ډالرو صادرات کړي

افغانستان په ۶ میاشتو کې د کابو ۷۶۰ میلیون ډالرو صادرات کړي

تاند (سې شنبه، د میزان ۴مه) د افغانستان د سوداګرۍ او صعنت وزارت، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، وايي چې د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې افغانستان بهر ته د ۷۵۹ میلیون ډالرو صادرات لرل.

د دغه وزارت ویندوی عبدالسلام اخوندزاده جواد پرون وویل، افغانستان تر ټولو ډېر صادرات، پاکستان، ایران، ترکیې، عراق، متحده عربي امارات او هند ته لرل.

د ښاغلي اخوندزاده جواد په وینا بهر ته د افغانستان اکثره صادرات سکاره، زعفران، وچه او تازه مېوه او سبزیجات وو.

په وروستیو اوونیو کې پاکستان د تېرو کلونو په شان یو وار بیا د افغانستان صادراتو ته د ګوزار ورکولو لپاره په بیلابیلو پلمو د تورخم لاره بنده کړه.

دې ته په کتو چې افغانستان تېر کال بهرنیو هیوادونو ته د ۲ میلیارد ډالرو صادرات لرل، داسې ښکاري چې سږ کال د افغانستان صادرات کم شوي دي.

تېر کال د افغانستان د صادراتو په زیاتېدو کې د سکرو صادراتو، چې پاکستان ته کېږي، ډېر رول درلود. افغان سوداګر وايي چې پاکستان له یوې خوا د افغانستان د سکرو بیه ټیټه کړې او له بلې خوا د سکرو له موټر چلوونکو څخه د پاکستان پولیس او دولتي مامورین دومره رشوت اخلي چې نور د سکرو صادرات ورته واره نه کوي.

خو له بلې خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویندوی وايي چې هڅه روانه ده چې بهر ته د افغانستان د صادراتو د تېر کال ریکارډ مات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب