یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+پنځه دولتونه+ امریکا(C5+1) / فریدالله ځاځی

پنځه دولتونه+ امریکا(C5+1) / فریدالله ځاځی

د پنځه دولتونه+امریکا ډیپلوماټیک پلټ‌فارم ۲۰۱۵م کال په سپټمبر کې له ملګروملتونو له عمومي اسمبلۍ وروسته رامنځته شو. لومړۍ غونډه يې د امریکا، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ترسره شوه او د څو اړخیزو خبرو اترو پر نوي پلټ‌فارم په کې ټينګار وشو. د دې نوښت ډېر تمرکز د يوې سیمه‌يیزې همکارۍ لپاره د منظم چوکاټ پر رامنځته کولو و، څو وکولی شي په سیمه کې همکاري او اقتصادي ښکلتیا پراخه کړي، خو امریکا چې په سیمه کې د روسیې او چین د هر راز نفوذ مخالفه ده، په دې لټه کې وه او ده، چې د يادو هېوادونو په ابتکار د سيمه‌ييزو نوښتونو مخنيوی وکړي.

دې هدف ته د رسېدو لپاره امریکايي چارواکو خپله پاملرنه د جمهوري او بشري حقونو د ارزښتونو تحقق له پيغامونو سره سيمې ته د سفرونو په کولو سره زياته کړه. پر یادو پيغامونو سربېره امريکايي چارواکو د خپلو سفرونو په ترڅ کې د سيمې هېوادونو ته په اقتصادي او ان په نظامي برخو کې د مرستې ورکولو ډاډ ورکړ؛ ځکه د امریکا لپاره د چین او روسیې پر ضد د منځنۍ اسیا ستراتیژیک ارزښت لري. دې ارزښت يادې سیمې ته د چاپان او هند پاملرنه هم ځان ته ور اړولې دا؛ ځکه چې دغه سیمه د چین ورېښمو لارې په بېرته را ژوندې کولو کې ستر رول لري او همدارنکه د طبیعې زیرمو له اړخه غني سیمه ده.

د پنځه دولتونه+ امریکا فلټ‌فورم په ثمرقند کې بله غونډه وکړه، چې په اعلامیه کې يې پر شپږو نقطو توافق رسېدلي وو. لومړی هغه يې د سیمه‌يیزې سوداګرۍ او ټرانسپورټ وده. دويمو ارتباطاتو او ګټورۍ همکاري، د انرژې اړیکې او ټرانزېټ فرصتونو اېجادول. درېیم، په سیمه کې د سوداګرۍ امله د نړیوالو او سیمه‌يیزو اړیکو جوړول. څلورم، د افغانستان په شمولو سيمې ته د متوجې امنیتي ګواښونو او ننګونو په مخنيوي کې همکاري. پنځم، د انرژۍ توليد او ټکنالوژۍ په برخه کې د نوښتونو کول او شپږم هغه يې د بشري حقونو او ډېموکراټیکو بنسټونو پراختیا وه.

خو دغه سیمه د افغانستان په شمول د تروریستي او افراطي ډلو له ګواښ او ننګونو سره مخ ده، له همدې امله له څو لسیزو راهيسې افغانستان د يادو ډلو ټپلو او افراطیت په نتيجه کې د کېدونکي تاوتريخوالي قرباني دی. دې ډول ګواښونو او ننګونو پر وړاندې په سیمه کې د حکومتونو ترمنځ پیاوړې همکاري او ژمنتیا، پوځي ځواک او اقتصادي پیاوړتیا په مبارزه کې مرسته کولي شی، خو په سیمه کې ناسم فعالیتونه د بېلګې په ډول د ښي حکومتوالي نشتوالي، د بشري حقونو او قوانینو د  نقض دوام، په ټاکنو کې بې عدالتۍ، د رسنیو او مشروع مدني خوځښتونو د ازادۍ نشتون، د اصلاحاتو قوانینو ته نه ژمنتیا او غیر عادلانه مجازاتو او مذهبې ډلو لخوا افراطیت ته مخه هغه څه دي، چې د سیمې پرمختګ یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی او د ناامني ترڅنک د تاوتریخوالی سبب شوي.

اوس مهال په دې سیمه کې مثبت لوري ته د سوق کېدو امیدونه ډېر شوي؛ ځکه د امریکا په شمول د سیمې هېوادونه او افغانستان د دې غوښتونکي دي، چې د هر ډول سیمه‌ييزو ګواښونو، ننګونو او تاوتریخوالي پر ضد مبارزه کې کډه همکاري وکړي او د سوداګرۍ په پراختیا کې رغنده اصلاحي ګامونه واخلي؛ خو د دې ډول همکاریو او اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره د يوه داسې ګډ ميکانېزم جوړول مهم دي، چې د شريکو ګټو په چوکاټ کې د سيمه‌ييزو ستونزو هر اړخیز حل تضمين کړي.

دا مېکانېزم کولی شي، چې سیمه‌ييزې همکارۍ ته ژمنتیا زياته او د باور فضا رامنځته کړي، خو د دې ډول ميکانېزم له جوړېدو وړاندې د افغانستان او امریکا ترمنځ کشمکش او تربګنۍ ختمولو او دوه اړخيزه اړیکو جوړولو ته اړتیا ده.

د امریکا شتون په سیمه کې پراخ ملاتړي موندلي شي، څو په ریښتوني ډول منځنۍ اسیا پراختیایي کارونو او د پروژو تطبيق ته مخه کړي. که چېرې امریکا په سیمه کې د ثبات او امن لپاره د هڅو ترڅنګ پراختیایي کارونه او پروژې د دې لپاره پر مخ وړي، چې سیمه کې خپل پوځي حضور ته زمينه برابره کړي، بیا برعکس سیمه له سترو جدي ننګونو او ګواښونو سره مخ کېدای شي، چې افغانستان به په کې قرباني او د سيمې هېوادونه به يې پر وړاندې دوه مخې پالیسي اختيار کړي.

د پنځو دولتونو ته د امریکا پاملرنه د دې سبب شوه، چې سیمې ته د چین ولسمشر شي جین پینګ، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د چاپان لومړی وزیر فيميو کوشيدا، د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین او د څو نورو هېوادونو مشرانو سفرونه وکړل او په مختلفو برخو کې يې د همکارۍ ډاډ څرګند او وعدې وکړې، چې دې ډېر نازک انډولونه رامنځته کړل او امریکا واضح اعلان وکړ، چې منځني اسیا ته په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور له امله نه، بلکې د سیمه‌يیز ارزښت امله پاملرنه کوي، چې امریکا به دلته اقتصادي او سوداګريزه پراختیا او نورو لویو پروژو باندې پانګونه وکړي. که چېرې منځنۍ اسیا هېوداونه له چین او روسیې څخه خپلواکې پالېسۍ اعلان کړي؛ ځکه امریکا د مخکې څخه د چین او مسکو سره په رقابتی لوبه کې ښکیل دی، چې دا ډول پرېکړې منځني اسیا ته خورا سخت شول او له تر اوسه پورې په سیمه کې اقتصادي او سوداګري برخه کې د امریکا کومه ستره پانګونه ونشو اما امریکا غوښتل، چې د منځني اسیا څخه اقتصادي دهلیز د فغانستان په شمول د پاکستان له لارې هند ته رسولو باندې پانګونه وکړي، خو تر اوسه پورې د کوم عملي ګام اخيستو څرګ نه لګي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه په سیمه کې د امریکا پانګونې ته لېوالتیا لري، خو چې یو مشخص ميکانېزم جوړ او تعقیب شي او کاري ډلي رامنځته شي، د خبرو اترو بڼه ګټور ساتلو لپاره باید د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه کالنيو غونډو ته دوام ورکړي او افغانستان ته هم د دې پلټ‌فورم رسمي غړیتوب ورکړل شي، خو په دې فلټ فورم کې د افغانستان غړیتوب څخه مخکې ډېر کارونه پر مېز پراته دي، چې تر سره کېدو ته يې ژمنتیا رامنځته او بشپړ شي، چې د ثبات ټینګښت او مشروع حکومتوالۍ پر بنسټ دغه غړیتوب ترلاسه کولي شي.

د منځنۍ اسیا جیوپولیټیکل او سیمه‌يیز موقعیت یو مهم عنصر دی، چې سیاسي امنیت تر څنګ يې اقتصادي پراختیا ته اړتیا لېدل کېږي او اوس مهال د سوداګرۍ له امله د دې سیمې له نورو سیمو سره تړل مهم دي؛ ځکه چې د افغانستان په شمول منځنۍ اسیا اکثره هېوادونه د وچې هېوادونه دي. د منځنۍ اسیا هېوادونو مشران په دې هڅه کې دي، چې په دې سیمه کې په عصري بڼه پرمختګ ته اولیت ورکړي، منځنۍ اسیا د طبیعې منابعو له پلوه بډایه سیمه ده او هم د سیمې اتصال لپاره ستراتیژیک ارزښت لري، چې تور سمندګې او سوېلي قفقاز له لارې اروپا ته رسېدلی شي او همدارنګه سیمه د پام وړ چاپیریال او کال هر فصل لرونکې وړتیا لري، چې له دې سره په ټرانزېټ او د سوداګرۍ پراختیا کې ستر رول لوبولي شی. همدارنګه یوریشیا ستراتیژیک منظر هم دې سیمې ته ډېر ګټور دی، چې له دې لارې نړیوال او سیمه‌يیز پرمختګونه خپلولی شي او هم په سوداګرۍ کې چټکتیا رامنځته کولی شي، خو په دې سیمه کې ستر اغېز د افغانستان ثبات دی، که چېرې افغانستان ثبات په ګډه هڅې ونشي ممکن دې سیمه کې شته خنډونه هم ژر له منځه یونوړل شي؛ ځکه چې دې سیمه کې مشترکه رهبري او دوامداره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږي.

په منځنۍ اسیا کې سیاسي او امنیتي ثبات د اقتصادي چاپېریال او سوداګرۍ پرمختیا لپاره ستراتېژیک ګټو تضمین دی. دلته د ظرفیت او وړتیاوو رامنځته کولو په لټه کې دي، څو وکولی شي دغه کې سیمه د ملي حاکمیت ټینګښت لپاره سوداګريز او اقتصادي پراختیایي ظرفیتونه رامنځته کړي او خپله انرژۍ په واردولو سره نور هم د ځواک په توګه راڅرګند شي او سیمه‌يیزې سوداګرې ودې کې رغنده رول ولري او ټرانزېټ، ټرانسپورټي او اقتصادي دهلیزونو کې عصري ډول بدلون راولي، چې د هر ډول خنډونو مخنیوي سبب شي او هم تکیه پر یو هېواد نه شي. دوی هڅه کوي، چې کسپېن بحيرې او تور سمندر باندې همدارنګه ترکیې له لارې هم لوېدیځ سره سوداګريزې اړیکې ولري، چې دې برخه کې د امریکا ملاتړ ته اړتیا ده، چې مختلفو زیربناوو باندې پانګونه وکړي او هم په سیمه کې ظرفیت لوړولو کې همکاري شي.

منځني اسیا د امریکا په همکارۍ د دې هڅه کوي، چې د نړۍ مختلفو بازارونو ته ورسېږي او هم په سیمه کې ګډې هڅې د دې سبب شي چې متحرکه انرژي پراختیا او ترانزیټي اړیکې او سترې اقتصادي، سیاسي ګټو د خوندي کوونکو او تولیدونکو هېوادونو باندې تبدیل شي، چې له ځان سره په دې ګډ بازار کې د سیمې نور هېوادونه لکه اذربایجان، ګرجستان، ګرویشیا، ترکیه راګډ او له دې سره خپل حاکمیت او سیاسي اقتصادي نظام پیاوړی کړي. د مخ پر ودې اقتصادي او ګډ سیمه‌يیز ټرانزېټ بهیر به روسییه ځان ستر ګواښ وبولي خو د بډایه قوانینو پر بنست دا ډول ګواښونه او اندیښنو ته ځواب ویلی شي او منځني اسیا هېوادونه په سیمه کې پوځي حضور هېچا ته اجازه ورنه کړي او پخپله ګډ ځواک په رامنځته کولو کې همغږي شي او په سیمه کې اقتصادي او سوداګريز فعالیت ته ستراتیژیک ارزښت ورکړي او هر اړخیزې اړیکې او همغږي پر سوداګریزو فعالیتونو ورټول وي.

افغانستان چې له منځني اسیا سره شریک هېواد دی، داسې ظرفیتونو او وړتیاوو باندې تمرکز وکړي چې د منځني اسیایی هېوادونو په سوداګریز او اقتصادي پرمختیایي کاروان کې ورګډ شي او له فرصتونو څخه سالمه ګټه واخلي، چې له همدې شریکانو سره ګډ همغږي او همکاري په شتون کې لویدیځ ته په اسانه لار موندلې شي او هم همدې له لارې سوداګریز او پانګونې جذبیت موندلي شي. افغانستان د منځني اسیا له ترانسپورتي او ترانزیټې لارو په استفادې سره خپله سوداګرې پراخوالي شي او هم له نړی سره په اسانه ډول تړل کیدلي شي افغانستان هم د زیربناوو او طبیعی سرچنیو بډایه هېواد دي چې د همدې شریکانو په همکاري او همغږي کولي شي د نړیوالو علاقه په افغانستان کې پانګونې ته راواړوي او اروپا بازارونو ته لار موندلي شو. په منځني اسیا هېوادونو کې د سترو قدرتونو خپل ستراتیژیک اهداف شته چې تر ډېره پورې د روسیې پوځي حضور په تاجکستان او پوځي یرغل په اوکرین کې اسیا ګاونډې هېوادونو ته په سیمه کې اندیښنې او ننګونې پیدا کړي چې په دودیز ډول د روسیې په امنیتي تضمینونو او مرسته تکیه کول تر پوښتني لاندې راغلي او هم په وروستیو کې په روسیې د اقتصادي بندیزونه امله د منځني اسیا سوداګري او صادرات له ګواښ سره مخ دي چې اوس د روسیې له لارې ترانزیت تمرکز په نورو لارو چارو روان دي همدې فرصت څخه افغانستان پوره ستراتیژیک ګټه پورته کولي شي چې د منځني اسیا د افغانستان له لارې ایران چابهار او هم پاکستان ګوادر ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب