تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۸ مه) د خوږو د ډیر خوراک د ضرر په اړه به مو له ډاکترانو ډیر څه اورېدلي وي. حتي یو شمېر ډاکتران بوره، سپین اوړه، او مالګه درې سپین زهرونه بولي.
خو له دې سره سره ځینو کسانو ته سخته ده چې له خوږو شیانو پرهېز وکړي.
خو په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې یو شمېر بوټي یا مسالې شته چې خوږو ته ډېره لېوالتیا کموي.
د اروپايي متخصصانو په باور که د چا د بدن مګنیزیم کم وي، خوږو ته به یې ډیر زړه کیږي، نو ښه ده چې د بدن مګنیزیم پوره کړو.
همداراز کوم کسان چې د پښتورګو تکلیف لري یا ډیر ستریس لري هم خوږو ته یې زړه ډیر کیږي.
ډاکتران وايي چې د خوږو د ضرر د کمولو لپاره پکار ده چې اوبه ډیرې وڅښو اوهمداراز هغه خوراکونه ډیر کړو چې مګنیزیم لري لکه د کدو تخم، کیلې، حبوبات لکه لوبیا او دالونه.
میګنیزم د ګولیو په شکل په درملتونونو کې هم موندلی شو.
په مسالو او نورو شیانو کې هیل یا لاچي، د دڼیا تخم چې په چپلي کباب کې ډیر استعمالیږي او دالچیني مرسته کوي چې خوږو ته لېوالتیا مو څه نا څه کمه کړي.